کراچي: د تاوتريخوالي په پېښو کي ۱۲ کسان وژل سوي دي

د لراوبر اداره | اکتوبر 17th, 2010


دپاکستان په کراچۍ ښارکې دتاوتريخوالې په تازه پيښوکې دولس تنه وژل شوي اوله ديرش تنوڅخه زيات ټپيان دي .

دنوموړې هيواد امنيتي چارواکې وايي په پيښوکې پرموټرونو اوبسونو ډزې شوي اوپه يادشوې ښارکې وضعه ترينګلې شوې ده.

دا پيښه په نوموړې ښارکې په داسې حال کې رامنځ ته کيږي چې ويل کيږي دکراچۍ په يوه برخه کې ذمني ټاکنې کيږي .

دراپورونو له مخې دکراچۍ ښارپه بيلابيلوبرخوکې د ډزو له امله اوس هم دخلکو تګ راتګ بند دى .

Copyright Larawbar 2007-2024