د ډالر او یورو تر منځ پټه سیالي (دریمه برخه) شريف بهاند

د لراوبر اداره | فبروري 19th, 2008


 



– پترو یورو Petro Euro او د پترو ډالر Petro – Dollar تر منځ د سیالۍ پړاو:


د دویمې برخې له ارزونې دا پایله ترلاسه کېږي، چې متحدو ایالتونو له ۱۹۴۵ کال څخه د سړې جگړې تر پایته رسیدو پورې، د خپلې ایدیالوژۍ، اقتصادي زیرمو او پوځي ځواک له برکته د یوه نړیوال ځواک ځانگړتیاوې لرلي. متحدو ایالتونو د خپلې دغې برترې له امله څه نا څه د نړۍ پر نیمې کرې، چې په هغې کې هم ځواک په غیر مساوی توگه ویشل شوی و او لا دئ، واک چلوه او چلوی. نوموړی هیواد دغه ځواک نه یوازې د زور په بنسټ، بلکې د ټلوالې په پوهای سره ترلاسه کړی، دا هم یو لامَل دئ، چې ولی متحده ایالتونه دې ته اړ دي، د خپلې ټلوالې په وړاندې ځیني خدمتونه، د ساری په توگه د هغوي پوځي امنیت او د نړیوال بازار تنظیم، تر سره کړي. خو د وېلېم انگدال په اند، یو پانگه وال ځواک د خپلې ټلوالې په وړاندې دا ډول مکلفیتونه نه لري، هغه یو ځواکمن زوراکه دئ، چې د ټلوالې په مرسته یې د خپل ځواک د له منځه تلو مخنیوي وکړي شو او خپلې امپراتورۍ ته پراختیا ورکړه (وگورئ: Engdahl, F. William, 2003, Nr. 1).


خو د سړې جگړې په پایته رسیدو سره او د یوې نوې واحدې اروپا او د دوي د گډې پیسې (یورو) رامنځته کیدل، د امریکایي پیړۍ American Century له پاره یو ستره ننگونه (چلنچ) ده. په اروپا کې د اقتصادي او ارزی یووالی خیال د لومړی ځل له پاره د برتن وودز Bretton Woods د مالی نظام له ماتې وروسته رامنځته شو. د المان پخوانی لومړی وزیر، ویلی برانت Willy Brandt په ۱۹۶۹ کال کې د اروپا د گډ بازار د غړو هیوادونو د مشرانو په یوه غونډه کې، چې د نیدرلند د دن هاگ Den Haag په ښار کې جوړه وه، د بَری د رپوټ  Barre – Report پر بنسټ د یوې گډې پیسې د رامنځته کیدو غوښتنه وکړه (وگورئ: Guérot, Ulrike, 2004, S. 1). نو ځکه غونډې د لوکزامبورگ د پخوانی لومړی وزیر، پېری ویرنر Werner Pierre په مشری یوه کمیسیون ته دنده ورکړه، چې په دې تړاو څیړنه تر سره کړي. د نوموړی کمیسیون له څیړنو وروسته د اقتصادي یووالی او د یوې گډې پیسې د رامنځته کیدو له پاره، خپل رپوټ وړاندې کړ.


د هغه پلان د نړیوالو مالي ستونزو له امله، چې د برتن وودز Bretton Woods د ماتې په پایله کې رامنځته شوې وې، د عمل په ډگر کې پلی نه شو. د اروپا د گډ بازار هغو غړو هیوادونو، چې د نړیوال وجهی صندوق غړي وو، د خپلو پیسو د ارزښت د ټینگاو (ثبات) په موخه د غړو هیوادونو د ارزونو له پاره د راکړې ورکړې (تبادلې) یو ټاکلی نرخ „Währungsschlange“ رامنځته، چې هغه د ډالر په وړاندې  له ۱ ±  تر ۲۵ ،۲ ± په سلو کې د نوسان په حال کې و (وگورئ: Gabler Wirtschaftslexikon, 1993, Bd., 8, 3693). د راکړې ورکړې له دغه سیستم څخه په ۱۹۷۹ کال کې د اروپا د گډ بازار  د شورا د پریکړې له مخې، اروپایي ارزي سیستم Europäische Währungssystem (EWS) رامنځته شو. په عین وخت کې د ارزي سیستم په اډانه (چوکات) کې د اروپا محاسبوی واحد، اکو ECU د گډ ارز په توگه رامنځته او د ډالر په وړاندې یې ارزښت یو په یو 1 ECU=1$ وټاکل شو.


  د اروپایي ارزي سیستم په مرسته له یوېخوا د اروپایي ارزونو تر منځه راکړه ورکړه ټینگه او د انفلاسیون دمخنیوي هاند و هڅه او له بیلې خوا د اروپایي گډې پیسې د رامنځته کیدو له پاره شونتیا برابره شوه. د اروپا د گډ بازار د دولسو غړو هیوادونو دولتي او حکومتي مشرانو په ۱۹۹۲ کال کې د نیدرلند د ماسترېښت Maastricht په ښار کې غونډه وکړه او په هغې کې یې د دیلور Delors-Bericht رپوټ منظور کړ. د ماسترېښت Maastricht د تړون په لاسلیک سره د اروپایي ټولنې بنسټ کیښودل شو، چې د نورو لکه گډ بهرنی، کورنی، امنیتي او عدلي سیاست تر څنگ، بنسټیزه ستنه یې د گډې پیسې او گډ اقتصاد رامنځته کول و (وگورئ: 2005 Maasteicht Vertrag, ).


دوي په همدې موخه د ۱۹۹۴ کال د جنوری په لومړې نیټه د اروپا د مرکزی بانک سیستم رامنځته او د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو د ملی ارزونو د ارزښت د ورته والی او ټینگاو په موخه ځانگړي ارزي او مالي سیاستونه د عمل په ډگر کې پلي کړ. همدا لامَل و، چې د اروپایي ټولنې له نیمایي څخه زیاتو غړو هیوادونو د ۱۹۹۷ کال د جنوری تر لومړې نیټې د ارزونو د ارزښت د ورته والی ځانگړتیاوې پوره او په دې توگه د ماسترېښت Maastricht د تړون له مخې د ارزی یووالی بل پړاو یا په بله وینا د ۱۹۹۹ کال د جنوری په لومړې نیټه په محاسبوي سستیم کې له یورو څخه د گډې پیسې په توگه گټه اخیستنه پیل شوه او له دغې نیټې پوره ۳ کاله وروسته، ۱ . ۱ . ۲۰۰۲ یورو د اروپاپه ۱۷ هیوادونو کې د ملی ارزونو ځای ونیو او د هغې په چلند اچولو سره د نړیوالې سوداگرۍ او بانکي ارزي زیرمو په برخه کې د ډالر د برترې په وړاندې یو پوتنسیال سیال رامنځته شو (وگورئ: Guérot, Ulrike, 2004, S. 1-3).


د یورو په رامنځته کیدو سره د اروپایي ټولنې د مهمو هیوادونو دولتي او حکومتي او همدارنگه د دغې ټولنې د ځینو بانکونو مشران روسیې، چین، چاپان او په تیره د اوپک غړو هیوادونو ته په خپلو سفرونو سره هڅه وکړه، د نوموړو هیوادونو مشران دې ته وهڅوي، چې وروسته له دې د خپلو اومه او پخو توکو (تولیداتو) راکړه ورکړه په یورو تر سره کړي او یا لږ تر لږه د خپلو بانکي زیرمو یوه برخه د ډالرو پر ځای په یورو واړوي. د همدې هاندو هڅو په ترڅ کې “د ۲۰۰۰ کال د نوامبر په میاشت کې فرانسې او د اروپایي ټولنې نورو هیوادونو د عراق ولسمشر، صدام حسین په دې قانع کړ، چې د متحدو ایالتونو په وړاندې مقاومت وکړي او د خوراکي توکو په بدل کې خپل تیل، د عراق په اصطلاح په دښمن ارز ډالر نه، بلکې یوازې په یورو خرڅ کړي (Engdahl, F. William, 2003, Nr. 1).


د لندن بانک د یو پخوانی کارکونکی په اند، د عراق دغه کام ” د ډالر په وړاندې د جگړې اعلان و”  (Engdahl, F. William, 2003, Nr. 1).


د پترو- ډالر په وړاندې د پترو- یورو دا ډول گواښ هغه وخت لا نور زیات شو، کله چې د اوپک په سازمان کې د ایران یوه استازی، جاوید یارجانی د دغه سازمان د راتلونکی پلان په اړه، د ۲۰۰۲ کال د اپریل په میاشت کې د اسپانیې د اووېدو Oviedo په ښار کې جزئیات خپاره کړ. نوموړي ویلی و، چې ” … د اوپک سازمان به په نږدی راتلونکی وخت کې خپل تیل، په اروپایي ټولنې په یورو خرڅ کړي نه په ډالر”  (Engdahl, F. William, 2003, Nr. 1). سربیره پر دې د عراق له وروستې جگړې څو میاشتي مخکې داسي كونگوسې هم تر غوږه کیدې، چې د اوپک یو شمیر غړي او د ځینو نورو  هیوادونو لکه روسیې، ایران، اندونیزیا، ونزویلا … مرکزي بانکونه به په زیاته پیمانه ډالر نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي. د پترو- ډالر په وړاندې همدا گواښونه وو، چې متحدو ایالتونو تر ټولو ساده لار غوره او “په لوی لاس یې د عراق جگړې ته لمن ووهله او د هغې لامَلونه یې رامنځته کړل، چې مخکې له مخکې د اوپک د سازمان نورو غړو او د نړۍ پاتي هیوادونو ته مرکگوني اخطارونه ورکړي، هاند و هڅه و نه کړي، د پترو- ډالر سستیم، د هغه سستیم په گټه، چې د یورو پر بنسټ ولاړ وي، له منځه یوسي” (Engdahl, F. William, 2003, Nr. 1). د عراق له نیواک څخه وروسته د نیویارک او لندن د سترو بانکونو مشران څه نا څه ډاډمن شول او د هغوي له ډلې څخه یو تن وویل، چې ” موږ اوس باید د یورو له خوا د رامنځته شوی لعنتي گواښ څخه کومه اندیښنه و نه لرو” (Engdahl, F. William, 2003, Nr. 1).


له پورتنې ارزونې دا پایله تر لاسه کېږي، چې واشنگټن په زیاتیدونکی توگه د یورو سیمه، تر ټولو دمخه “زړه اروپا” او په هغې کې هم ایتالیا، المان او فرانسه د خپلې هژمونی له پاره یو بنسټیز ستراتیژیک گواښ  بولي. نو ځکه د متحدو ایالتونو دولت په دې هڅه کې دئ، هغه څه چې نور د اقتصادي وسایلو په مرسته نه شي ترلاسه کولي، د خپل پوځي ځواک له لارې لاسته راوړي. داسي بریښي چې ستر ځواکونه د تیرو تجربو پر بنسټ تل په دې ټینگار کوي، چې سیاسي، اقتصادي او پوځي ځواک دې یو د بل په خدمت کې وي. ځکه: “پوځي ځواکمنتیا نه شی کیدی بې له اقتصادي برترۍ پایښت ومومي او د پانگه والی نظام تر شرایطو لاندې اقتصادي برترې په خپل ذات کې ناپایداره ده“( Jürgen, Wagner, 2003, S. 38). اروپایي ټولنې دغې سکالو ته په پام سره هم هڅه کړې، خپل پوځي ځواک پیاوړي کړي.


په پوځي چارو کې د المان یوه پخوانی چارواکی، داکتر والتر شتوتڅله Dr. Walther Stützle د اروپایي ټولنې د سیاسي او پوځي اړیکو په اړه د ۱۹۹۹ کال د جون په ۲۸ نیټه یوه کنفرانس ته په خپلې وینا کې دغې اړتیا ته په نغوتې سره داسی ویلی: ” … یوه ټولنه چې له ځانه دفاع و نه شي کړی، هغه ټولنه نه ده. یو پیاوړي ارز چې ځواکمن دفاعي ځواک ونه لري، د اوږدې مودې له پاره به ځواکمن پاتی نه شي” (Pflüger, Tobias, 2003, S. 71). د همدې لامَل  پر بنسټ و، چې د اروپایي ټولنې دولتي او حکومتي مشرانو د دغې ټولنې د بهرنیو چارو له مسؤل، خاویر سولا څخه غوښتنه وکړه، د اروپا د دفاعي ستراتیژۍ په لاسوند (سند) کې دغې سکالو ته ځانگړې پاملرنه وکړي. نوموړی په دې تړاو لیکی: ” یوه خوځنده اروپا به هغه وخت اغیرمنه وي، چې په نړیواله کچه کړه وړه تر سره کړي شي. ځکه بنسټیزه موخه دا ده، چې اروپایي ټولنه د نړیوال ځواک په توگه رامنځته شي“(Pflüger, Tobias, 2003, S. 76).


خو لکه څنگه چې د متحدو ایالتونو د ملی امنیت په ستراتیژۍ کې راغلي، د دغه هیواد نوي محافظه کاران، له خپل ولسمشر څخه غوښتنه کوي، چې “… په پام کې ولری، هیڅ یوه بهرنی ځواک ته اجازه ور نه کړي، هغه ستره برترې، چې متحدو ایالتونو له سړې جگړې وروسته پر هغې بریالي شوي، ترلاسه کړي” (Jürgen, Wagner, 2003, S. 41).


له پورتنې شننې او د څانگیز څیړونکو له څیړنو دا پایله تر لاسه کېږي، چې د پترو- ډالر او پترو- یورو تر منځه سیالې د عراق په جگړه کې پیل شوه. د مسرتMassarrat په اند د عراق د جگړې لامَلونه د نورو تر څنگ:



  • د تیلو پر راکړې ورکړې، ونډې او بیې اغیز ترلاسه کول؛
  • د سعودی عربستان په وړاندې د یوه بدیل رامنځته کول او د منځني ختیځ د تیلو د تولیدونکو هیوادونو تر منځه د سیالۍ پیاوړی کول؛
  • په خپل پوځي ساتندويه ځواک پورې د اروپایي ټولنې، جاپان او نورو هغو هیوادونو، چې د تیلو زیات لگښت لری، د تړلتیا (وابستکی) ساتل او د هغې لا پیاوړی کول؛
  • او په پای کې له یورو سره په نړیواله کچه د سیالې له پاره د پیسو د بنسټیز واحد (کلیدی پولی واحد) په توگه د ډالرو له لا زیاتې کمزورتیا څخه مخنیوي، و (وگورئ: Massarrat, Mohssen, 2003, S. 1).

که څه هم متحدو ایالتونو او بریتانیا د عراق په جگړه کې ظاهری بری ترلاسه کړی، خو سره د هغه هم ډالر، د پیسو د بنسټیز واحد په توگه د سیال ارز، یورو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي. لاندنی جدول  دغه ادعا په ښه توگه روښانه کوي.


د ډالر او یورو د راکړې ورکړې تر ټولو لوړ او ټیټ ارزښت






































































کال تاریخ ترټولو ټیټ ارزښت تاریخ ترټولو لوړ ارزښت
۱۹۹۹ ۳ .۱۲. ۰۰۱۵ .۱ ۵ . ۱ . ۱۷۹۰ .۱
۲۰۰۰ ۲۶  .۱۰ . ۸۲۵۲ .۰ ۶ . ۱ . ۰۳۸۸ .۱
۲۰۰۱ ۶ . ۷ . ۸۳۸۴ .۰ ۵ . ۱ . ۹۵۴۵ .۰
۲۰۰۲ ۲۸ . ۱ . ۸۵۷۸ .۰ ۳۱ . ۱۲ . ۰۴۸۷ .۱
۲۰۰۳ ۸ . ۱ . ۰۳۷۷ .۱ ۳۱ . ۱۲ . ۲۶۳۰ .۱
۲۰۰۴ ۱۴ . ۵ . ۱۸۰۲ .۱ ۲۸ . ۱۲ . ۳۶۳۳ .۱
۲۰۰۵ ۱۵ . ۱۱ . ۱۶۶۷ .۱ ۳ . ۱ . ۳۵۰۷ .۱
۲۰۰۶ ۲ . ۱ . ۱۸۲۶ . ۱ ۵ . ۱۲ . ۳۳۳۱ .۱
۲۰۰۷ ۱۲ . ۱. ۲۸۹۳ . ۱ ۲۷ . ۱۱ . ۴۸۷۴ .۱
۲۰۰۸ ۲۱ . ۱ . ۴۴۸۲ .۱ ۱۴ . ۱ . ۴۸۹۵ .۱


                اخځ :     http://de.wikipidia.org/wiki/Euro 


د نورو ارزونو په تیره د یورو او د سرو زرو په وړاندې د ډالر د ارزښت دا ډول را ټیټیدل د نړۍ مالي او سوداگریز بازارونو له سترو نااراميو سره مخامخ کړي دي. دغه حالت د دې ښگارندوی دئ، چې اوسمهال د نړۍ د ستر ځواک د اقتصادي ودې بنسټ ډاډمن نه بریښي. لامَل یې دا دئ، چې د دغه هیواد د مالي وسایلو لگښت په دا وروستیو کلونو کې په غیر تولیدي سکتور په تیره پوځي برخه کې زیات شوی دئ. د بیلگې په توگه له نړیوالې ترهگرۍ سره په مبارزه، په تیره د افغانستان او عراق د جگړو لگښت په دې وروستیو شپږو کلونو، ۲۰۰۲ – ۲۰۰۸ کې ۶۰۰ .۱ میلیارده ډالره شوی، چې هرې امریکایي کورنې ته ۹۰۰ .۲۰ ډالره  رسي (وگورئ: Der Spiegel, Nr., 48, 2007, S. 74 ). د وسله والیدو په برخه کې هم د متحدو ایالتونو دولت اتل دئ. د ستکهلم دسېپرې د انستیتوت Stockholmer Sipiri – Institut د محاسبې له مخې، په ۲۰۰۶ کال کې د نړۍ هیوادونو د وسله والیدو له پاره ۲۰۴ .۱ بیلیونه امریکایي ډالره لگښت کړی دئ، چې له دغه ټولیز لگښت څخه د متحدو ایالتونو برخه ۵۲۸ میلیارده ډالره یا په بله وینا۴۶ ٪ کې (وگورئ: Berliner Zeitung, Nr. 34, 2008, S. 6) د بریتانیا هغه ۵ ٪، د فرانسې ۵ ٪، روسیې ۳ ٪ ، او د چین ۴ ٪  وه. لاندنی جدول د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو د وسله والیدو لگښت لا په ښه توگه روښانه کوي: 


د نړۍ د ځینو هیوادونو د وسله والیدو لگښت


شمېرنې په سلمه




















































ګڼه هیوادونه لگښت
۱ متحده ایالتونه ۴۶
۲ بریتانیا ۵
۳ فرانسه ۵
۴ ایتالیا ۳
۵ المان ۳
۶ د ناتو نور غړي هیوادونه ۸
۷ چین ۴
۸ روسیه ۳
۹ سعودي عربستان ۳
۱۰ هند ۲
۱۱ د نړۍ نور هیوادونه ۱۵


  اخځ:   Berliner Zeitung, Nr. 34, 09./10, 02. 2008, S. 6     


له پورتنیو شېمرنو دا ترلاسه کېږي، چې د متحدو ایالتونو پوځي لگښت د نړۍ د نورو سترو ځواکونو په پرتله په څو څو ځلې زیات دئ، په داسي حال کې چې د دغه هیواد ملکي صنایع نه شي کولي د امریکایي وگړو د اړتیا وړ توکي دننه په هیواد کې تولید او هغوي ته وړاندې کړي. نو ځکه باید لگښتي توکي له بهره هیواد ته راوارد شي، چې پایله یې د سوداگرۍ د بیلانس کسر دئ. دغه کسر په  ۱۹۹۳کال کې ۷۰ میلیارده ډالره، په ۲۰۰۳کال کې ۴۹۷ میلیارده ډالره او تیر کال څه نا څه ۷۶۰ میلیارده ډالره و، چې دغه ونډه د کورني ناسوچه تولید له ۵ ،۶ ٪ څخه زیاته برخه جوړوي (وگورئ: Der Spiegel, Nr., 48, 2007, S. 75-86). د دې تر څنگ د جورج بوش د ولسمشرۍ په پړاو کې د دولتي پور ونډه هم له نهه بیلیونو ډالرو زیاته شوې ده. سربیره پر دې د دغه هیواد د بودجې د بیلانس کسر هم اوسمهال ۲۵۰ میلیاردو ډالرو ته لوړ شوی، په داسي حال کې چې هغه په  ۲۰۰۰کال کې ۲۳۶ میلیارده ډالره مازاد درلود (وگورئ: Der Spiegel, Nr., 48, 2007, S.75 ). داسي اټکل کېږي، چې د بودجې دغه کسر به په ۲۰۰۸ کال کې ۴۰۰ میلیاردو ته لوړ شي. دغه ټولې پورتنې یادې شوې ستونزې د دې لا مَل شوې، چې ډالر خپل ارزښت له لاسه ورکړي. دغه حالت د سیمه ییزو سیالو ځواکونو تر نیوکو او د دښمنو هیوادونو د خوښي او خندا وړ شوی دئ

Copyright Larawbar 2007-2024