کور / شعر / زما سوچ

زما سوچ

درسره تګ پۀ لاره ځکه نۀ کړم
چرته ستم پۀ خپله زمکه نۀ کړم

چې ئې قلم پۀ نخښه کړى راله
څنګه نفرت بۀ دَ ټوپکه نۀ کړم

ځان ته بۀ هسې پښتون وايمه نو
دَ پښتو ناوي چې نېنزکه نۀ کړم

تۀ ئې شړې، ورغاړؤځمه زۀ
زۀ دَ مزدور دَ خولو کرکه نۀ کړم

ماته پښتو مې خپل بابا پرېښودې
نخښه دَ لاس بۀ ئې زۀ ورکه نۀ کړم

تۀ ئې چې څيز ته دَ بل سم رپېږې
دَ بل دَ څيز نۀ خو زۀ څکه نۀ کړم

دا خو دَ خپل ځان سپکاوى ګڼمه
پښتو بۀ خپله چاته سپکه نۀ کړم

زۀ خو واکدار څۀ دَ وطن نۀ يمه
چې بۀ يو کار هم بې کومکه نۀ کړم

واىي چې مخ دى دَ الله دَ نوره
نفرت دَ هر انسان نۀ ځکه نۀ کړم

دَ خپله لاسه زۀ تواب کړېږم
بيا بۀ اعتبار پۀ چا له ټکه نۀ کړم