کور / نثر / خوشالي

خوشالي

خوشالي په بيه نه اخستل کيږي، ضرور نده چې مالداران دې خوشاله وي…
هو..
خوشالي د تجارتي منډيي يو جنس ندی چې هر بډای به يې واخلي..
خوشالي په پسرلي، سرو ګلونو او د بلبلو په چغار کې نشته..
خوشالي د زړونو په اطمينان کې ده.
هو..
د غريب جېب که څه هم خالي وي، خو چې زړه يې مطمين وي، ددنيا خوشالترين انسان دی.
ماشومان زموږ له نظره ناپوهه دي، خو د ځان د خوشالولو په ټولو چلونو ډېرښه پوهيږي.
درځئ…! ځانونه ماشومان کړئ او خوشاله واوسئ..