کور / طنز / زما په ټولو سلام وايه

زما په ټولو سلام وايه

لومړۍ برخه:

هلکه بازګله!ځه چې ځوچیرته لږدرس ووایو،ته پوهیږې څوورځې وروسته مو ازموینه پیل کیږي ،داته څه کوې لویه ورځ ته یې او ویدیو ګیمونه دي،اخر ته دې پلار سبق ته رالیږلی یې او که ویدیوګیمونو ته ؟ موروپلار به دې خوشاله وي چې زوی موپه ښارکې سبق وایي اوله دې خبر نه دي چې زوی یې ټوله ورځ ګیمونه کوي .
اف،زیارګله ! یوخوستا بل کار نه شته ،ټوله ورځ ته یې اوسبقونه دي ،لاخوازموینې ته ډیرې ورځې پاتې دي ،بیابه یې ووایو.
نه، بازګله ! زه درنه لاړم ،اوریدلي دې نه دي چې دنن کار سباله مه پریده !

دویمه برخه:

ازموینه پیل شوه:
ګوره زیارګله ! چې فکردې وي زما خوهیڅ هم یاد نه دي،ګوره چې نقل راکړې.
بازګله ! کیدای شي زه اوته دازموینې په صحنه کې سره نږدې نه اوسو،کوښښ وکړه سبق یادکړه،دچا په تمه کیږه مه.

درېیمه برخه:

ازموینه پای ته رسیږي بازګل کلي ته ځې .
زیارګله!زه کلي ته ځم ،که دازموینې نتیجه راووته ماله یولیک راولیږه،که په کوم مضمون کې ناکام وم په لیک کې یې یادونه مه کوه ،ځکه پلاربه مې راته په غوسه شي ،خوداسې وکړه که په یوه مضمون کې ناکام وم نودلیک په پای کې ولیکه چې په ماما مې سلام وایه اوکه په دوو کې ناکام وم نوورسره ولیکه چې په ماني هم سلام وایه او که په دریو کې ناکام وم نو بیا یونوم بل هم ورسره ورزیات کړه،زه به وپوهیږم چې په څو مضمونونو کې ناکام یم.

څلورمه برخه:

دازموینې پایلې راوځي بازګل په ټولومضمونونو کې ناکام دی.
زیارګل قلم اوکاغذ رااخلي او بازګل ته لیکي:
په اخر کې په ماما مې سلام وایه په ماني مې سلام وایه ،په بابا مې سلام وایه …دکورنۍ په ټولو غړو سلام وایه.