نوى غزل

36 | اکتوبر 18th, 2010


اوري چې د حسن شرابونه پرې
خورئ د خپلو زړونو کبابونه پرې

ستا د هجر تاو دى دومره ډېر اشنا
وچ مې شول د سترګو دريابونه پرې

جام کې راته راکړه د ثواب اوبه
وينځم ګناهونه ، غذابونه پرې

ګورم د شهيد لالي تصوير ته مې
لويږي مې له سترګو شهابونه پرې

چا ويل چې د خوست ځمکه رېګزاره ده
نه رازرغونيږي ګلابونه پرې

ښکلي څومره ډېر دي خو د يار غوندې
نه کيږي زياره ! حسابونه پرې

Copyright Larawbar 2007-2024