کور / شعر / يو عجب ساده سړى وم

يو عجب ساده سړى وم

هغه ملګرې ته چی شاید په پاکه دوستۍ کې یې څه فکر کاوه

یو عجب ساده سړی وم
او په هیڅ نه پوهیدمه
خو دوخت په تیریدو مي
ساده ګي لږ راڅه لاړه
او ملګرو ویل داسي
چی دنیا ده عصري سوي
زه چی لږ غوندي عصري سوم
نو مي زړه چا رانه واخیست
او پوره دوه نیمي میاشتي
یې په خپل زړه کي ساتلى
چي به وخت سهار دتګ سو
نو دفتر کي به وه ناسته
ویل قسم په خدای میرویسه
چی پر ما دي نور ټول ورونه
او یو ته زما پاچا یې
بس له هغي ورځي وروسته
مي مکتب اودرس ایله کړل
خو ملګرو زه هیران سوم
لاهم لږ غوندي ساده وم
او باور مي باندي وکړ
خو دوې نیمي میاشتي تیري
اودرېیمه چي سوه نوې
وېل ډیره بخښه غواړم
او قسم په خدای میرویسه
چی پر ما باندې ته وروریې
ماته یاد هغه قسم سو
چی پر ما باندې ټول ورونه
خو ملګرو ټول خبریاست
چی قسم مازی شی نه دی
او دا ښکلي خو وي داسي
چی درواغ ټول په قسم کړي
خو ملګرو هغه ورځ وه
چی پرما ډوبه وریځ وه
او په ژوند نه پوهیدمه
چی هر ځاى به مي لیدله
نو په درد به یې کتله
خو زما زړه کي به څه وه
او ددې زړه کي به څه وه
خوله دریو ورځووروسته
ىې ایمیل کي راته وویل
چی دا تا غوندي کسان خو
زموږ کوروکي نوکري کړي
ماوېل خیرژربه دریاد سي
هغه زما ښکلي نازونه
هغه شپې چی مو کړې روڼي
تلیفون کي چی به ګډ وو
خو لاهغه یو ساده وم
ماوېل خیردی په وفا ده
ها قسم چي یې درکړى
او داښه راته معلوم سول
جینکۍ دي دوکه بازي
په قسم یې باورمه کړئ
که هرڅو درته داوایي
چی پر مادي نورټول ورونه
خو په زړه کی بې ته وروریې
او زما هغه ملګري
چی له ما سره به ضدوو
اوس هغه سره دوستي کړي
بس دهغي ورځي وروسته
زه همداسي یو ملنګ سوم