کور / شعر / خير که خوار او که غريب يم دا مهال

خير که خوار او که غريب يم دا مهال

اې د لرې نه راغلو زور واکانو — زما خاوره کې اوس مېشته خارجېانو
ستاسو ظلم او زېاتې له حده تېر دې — کله ختم به شې زور مو ظالمانو

ما خو وژنې بې برهانه بې دلېله — تل مې وژنې په ګولو او په توپونو
ګرځېدلې راته خپل کور اوس لحد دې — هم مې وژنې په ټانکونو بمبارونو

دا خپل زړه زما په مرګ باندې ښه ىخ کړئ — ټول ولس د مخې کړئ قتل او قتال
ېو افغان درنه د ژوند څکه ونکړي — زما مرګ باندې خپل زړونه کړئ خوشال

خوزمونږ درنه ىوه لوىه هىله دا ده — فقېرې په عاجزي درته کوم سوال
ستاسو خوا نه مې هر رنګه مرګ قبول دى — خو په سپو باندې مې مه داړه جمال
زما وينه ده مباح تاته روا ده — خو بې پته مې جسد نشي بد حال
زما مرګ ته دې بې درېغه ملا تړلې — خداى لپاره د عزت مې ساته خىال
ېوه ورځې د هر څه تپوس به کېږې — خېر که خوار او که غرىب ىم دا مهال