سعودي:القاعده فرانسه په نښه کوي

65 | اکتوبر 18th, 2010


سعودي عربستان فرانسې ته خبردارۍ ورکړى چې دالقاعدي يوه ډله دعربستان په ټاپو وزمه کې هڅه کوي څو اروپا اوپه ځانګړې توګه فرانسه په نښه کړي .
دفرانسې دکورنيوچارو وزير ددغه خبر دپخلې ترڅنګ ويلي هيواد يې دترهګرو له لورې اټکلې بريدونو ته په جدي توګه نه ګوري خو دځيني لاملونو دشته والې سره يې ګواښ يې شونى وباله .
دعربستان په ټاپو وزمه کې دالقاعدې ډيرى جنګيالي ديمن اوسعودي عربستان اوسيدونکې دي .

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024