بغلان: دوه ښوونځي ګټې ته وسپارل شو

65 | اکتوبر 18th, 2010


په بغلان ولايت کې د دوو ښوونځيو نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
دپوهني وزارت دسيمه ييزو مسؤلينودمعلوماتوله مخې دمرکزي بغلان په ولسوالۍ کې دخواجه خان بابا او ابوذر غفاري دښوونځيو نوې ودانۍ په يوپوړ کې جوړې شوي دي .
ويل کيږي ددغه ښوونځيو په هريوه ودانۍ کې څلور درسي خونې جوړې شوي دي چې په يو وخت کې د دوه سوو تنو دځايدو ظرفيت لري .
دا په داسې حال کې ده چې ددغه ښوونځيو زدکوونکې تردې وړاندې ترشنه اسمان لاندې خپلې زدکړې ترسره کولې .

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024