پيتروس:300 القاعده اوطالبانو مو وژلي اونيولي

65 | اکتوبر 18th, 2010


په افغانستان کې دناټو عمومي قومندان جنرال ډيويډپيترويس وايي له درې سووڅخه ډير دالقاعدي اووسله والوطالبانو مشران دناټو دځانګړو ځواکونو له لورې وژل شوي اوياهم نيول شوي دي .
دنوموړې په وينادافغانستان اوپه قبايلي سيموکې دوسله والوطالبانو په پټنځايونوباندې دامريکا اوبرطانيه دځانګړو ځواکونو دبريدونو په پايله کې دغه ځواکونه په دې توانيدلي چې دوسله والو طالبانواودالقاعدې دمشرانو په وژلو اوياهم دنيولو له امله دترهګرۍ دپياوړتيا مخنيوى وکړي .
پيټرويس په کونړولايت کې دالقاعدي ډلې دمشر له وژلوڅخه يادونه وکړه او ويې ويل چې دهغه وژل نوموړې ولايت اوڅيرمه سيمې يې باامنه کړي دي او دترهګرو فعاليتونه يې کم کړي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024