کور / z_buitenland_news -- 5 / مشرف د نوازشريف له خوا د چوکۍ پرېښودلو غوښتنه ردکړه

مشرف د نوازشريف له خوا د چوکۍ پرېښودلو غوښتنه ردکړه

ولس مشر پروېز مشرف د مسلم ليګ ( ن ) د مشر نواز شريف لخوا د ولس مشرۍ څوکۍ پرېښودلو غوښتنه رد کړه ، د ولس مشر پروېز مشرف وياند ميجر ( ر ) راشد قريشي فرانسوي خبري اژانس ته ووئيل چې اوسني انتخابات د ولس مشرۍ لپاره ندى شوي ، پروېز مشرف د پنځو کالو لپاره ولس مشر ټاکل شوى دى ، نوموړي د نواز شريف او د سترې محکمې د وکيلانو د مشر اعتزاز احسن غوښتنه بې ځايه وبلله ، راشد قريشي زياته کړې ده چې ولس مشر مشرف له وړاندې وئيلي دي چې په انتخاباتو کښې برى تر لاسه کوونکو سره به بشپړه همکارى وکړي ، د ولس مشر سره کار کول اسان دي.


بله خوا د پاکستان مسلم ليګ ( ق ) مشر چودري شجاعت حسين وايي چې د انتخاباتو پائيلې منم ، نوموړى وئيلي دي چې نواز شريف بايد اوس خپله ژمنه تر سره کولو سره عدليه بحاله کړي ، د شخصي ټلويزون سره د خبرو اترو په ترڅ کښې چودري شجاعت ووئيل چې بريالي شوو ته مبارکي وايي او په اپوزيشن کښې ناستې ته چمتو دي خو په اسمبلۍ کښې به سياسي ګوندونو ته د دوى کړې ژمنې وريادوم.