کور / z_buitenland_news -- 5 / زرداري:د حکومت جوړولو لپاره له نوازشريف سره خبري سويدي

زرداري:د حکومت جوړولو لپاره له نوازشريف سره خبري سويدي

د پاکستان پيپلز ګوند مرستيال مشر اصف على زرداري وئيلي دي چې د حکومت جوړولو لپاره د نواز شريف سره خبرې اترې شوى دى ، په اسلام آباد کښې مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا په ترڅ کښې اصف زرداري زياته کړه چې د حکومت جوړولو په حقله خبرې اترې روانې دي ،مونږ هڅه کوو چې يو مضبوط پارليمان رامنځته کړو ، د ټولو سياسي ګوندونو سره به خبرې اترې وشي ، د تېرو واکمنو سره خبرې ندي شوى.