کور / z_buitenland_news -- 5 / پاکستان:پيپلز ګوند لومړی مقام بريالیتوب ترلاسه کړ

پاکستان:پيپلز ګوند لومړی مقام بريالیتوب ترلاسه کړ

 په قامي اسمبلى کښې پاکستان پيپلز ګوندستر برياليتوب تر لاسه کړ ، ورپسې مسلم ليګ ( ن ) زياتې څوکۍ وګټلې ، په صوبه سرحد کښې عوامي نېشنل ګوند په پنجاب کښې پاکستان مسلم ليګ ( ن ) ، په سندهـ کښې پاکستان پيپلز ګوند او په بلوچستان کښې مسلم ليګ ( ق ) زياتې رايې ګټلې دي ، عوامي نېشنل ګوند د قومي اسمبلۍ لس څوکۍ ګټلې دي ، پاکستان پيپلز ګوند اووه اتيا ، پاکستان مسلم ليګ (  ن ) شپږ شپېتۀ ، پاکستان مسلم ليګ ( ق ) نهه دېرش ، متحده قومي مومنټ نولس ، متحده مجلس عمل دوه او نور خپلواک کانديدان بريالي شوى دى ، په صوبه سرحد کښې د غير سرکاري پائيلو تر مخه عوامي نېنشل ګوند د صوبائى اسمبلۍ يو دېرش څوکۍ ګټلي دي ، او همدغه شان په صوبه سرحد کښې د صوبائى اسمبلۍ لپاره پيپلز ګوند اوولس ، پاکستان مسلم ليګ  ( ن ) پنځه ، پاکستان مسلم ليګ ( ق ) شپږ ، متحده مجلس عمل نهه ، پيپلز ګوند ( شيرپاؤ ) پنځه او خپلواکو کانديدانو اتلس څوکۍ تر لاسه کړى دى او همدغه شان په بلوچستان کښې پيپلز ګوند اووه ، مسلم ليګ ( ق ) اووه لس ، عوامي نېشنل ګوند يوه ، متحده مجلس عمل شپږ ، بلوچستان نېشنل ګوند ( عوامي ) پنځه ، او خپلواک لس کانديدان بريالي شوى دى، په پنجاب کښې مسلم ليګ ( ن ) يو سل او يو ، پيپلز ګوند اتۀ اوويا ، پاکستان مسلم ليګ ( ق ) شپږ شپېتۀ ، متحده مجلس عمل دوه ، پاکستان مسلم ليګ فنکشنل درې او خپلواکو کانديدانو پنځه دېرش څوکۍ تر لاسه کړى دى او همدغه شان په صوبه سندهـ کښې پاکستان پيپلز ګوند پنځه شپېتۀ ، پاکستان مسلم ليګ ( ق ) نهه ، متحده قومي مومنټ اتۀ دېرش ، عوامي نېشنل ګوند دوه ، پاکستان مسلم ليګ فنکشنل اووه ، اين پى پى درې ، او يو خپلواک کانديد بريالۍ شوى دۍ ، دغه رايې حتمي ندي او په ځينو حلقو باندې نتيجې ندي اعلان شوې او نه په سرکاري توګه تر اوسه اعلان شوى دى خو دغه ځل کېدلې شي په انتخاباتو کښې دغه ځل ستر بدلونونه تر سترګو شول ، په سرحد کښې او بلوچستان کښې متحده مجلس عمل پاته راغله او دغه شان په پنجاب کښې مسلم ليګ ( ن ) او سندهـ کښې پيپلز ګوند برۍ تر لاسه کړ.