کور / سپورټي / کابل: ښاروالۍ د کرکيټ سټډيوم ته ځمکه ورکړه

کابل: ښاروالۍ د کرکيټ سټډيوم ته ځمکه ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د ډیرو هلو ځلو وروسته افغان دولت په دې قانع کړ چې باید په کابل کې د کرکټ سټیډیم لپاره ځمکه د کرکټ بورډ په واک کې ورکړي، پرون ورځ افغان کرکټ بورډ د کابل د ښاروالۍ سره د کابل د سټډیم د ځمکې تړون لاسلیک کړ او اوس مهال د کابل د سټډیم په جوړولو کار روان دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري او د کابل ښاروال انجینر یونس نوندیش د کابل د سټډیم د مځکې تړون لاسلیک کر، ښاغلي نوندیش وايي ((موږ همشه تیار یو چې د کرکټ په وده او پرمختګ کې ونډه واخلو خو د افغانستان په ادارو کې بیروقراطۍ جرړې غزولې نو هر څه مخکې وړل ډیر وخت ته اړتیا لري)).
افغان کرکټ بورډ په دې اړه محترم نوندیش ته یو ستاینلیک هم ورکړ، افغان کرکټ بورډ د محترم نوندیش څخه مننه کوی او د کابل د ښار په بیا رغونه کې یې ګامونه ستایي.
د کابل د سټډیم مخکه ۲۷۶۷۰ متره مربع مساحت لري، په دې مځکه د مالي وزارت او د ځوانانو ټولنې ( اتحادیه جوانان) دعوه لرله چې دا مځکه زموږ ده خو د کابل ښاروالۍ دا ثابته کړه چې دا مځکه دولتي مځکه ده او اوس یې د کرکټ په واک کې د ۱۰ کلنو لپاره سپارلي ده.
په تړون کې راغلي چې دا مځکه به د افغانستان کرکټ بورډ سره د ۱۰ کلنو لپاره وي او د لسو کلنو وروسته هم دا تړون د نیوې کولو وړ دی.
د کابل سټډیم د جوړولو چارې د کیر انټرنیشل جوړونې شرکت پر مخ بیايي، سټډیم د جوړونې پلان له مخې باید اوس د سټډیم ډيرې چارې سرته رسیدلې وای. خو له بده مرغه په مځکه لانجه راپورته شوه او د کابل ښاروالۍ پرې ۵ میاشتې مخکې کار بند کړ.
اوس مهال د کابل په سټډیم کار راوان دی د افغانستان د کرکټ بورډ د پرمختایي څانګې مسؤلین وايي چې ژمې ته ډیر لږ وخت پاتې کچېرې د کییر انټرنیشل جوړونې شرکت د کارکوونکو شمېر څو چنده نکړی نو امکان نلري چې په سټډیم کې دې ډیر کار وشي.
د افغانستان کرکټ بورډ د کیر د موسسې څخه غوښتي چې د کارکوونکو شمېر دې په سټډیم جوړونه زیاته کړي . د کابل د سټډیم جوړونې لپاره مالي ملاتړ یو سی ډي کړی دی.