کور / شعر / مرور

مرور

له ځانه یم بیزاره ٬له جهانه مرور یم
دوخت بلا خوړلی٬ له زمانه مرور یم
که ګل ته لاس وراوږد کړمه،اغزی کړي راته نیغ
پردی یم پسرلي ته له بوستانه مرور یم
قدم په قدم چوي مې تڼاکې د دې پښو
جرس غوندي فریاد کړم،له کاروانه مرور یم
که تندر،که ږلۍده،که بلاوي دې یا کاڼي
بیدریغه یې راولي له اسمانه مرور یم
شغلې مي دنیزې په څېر په سترګو ننوزي
تیارو یم ایسار کړی له رڼا نه مرو یم
وفا او محبت پسي عالم واړه تپیږی
زه میني یم رټلی ،له جفا نه مرور یم
دژوند له تناره نه د لوګي په شاني تښتم
دمرګ په انتظار کي له بقا نه مرور یم
سکه د نیکه زوی مي د تربور په نامه وژني
له دغسي خپلوانو او آشنا نه مرور یم
دخپلو کړو مي هیري کړې،نادودي دپردیو
دورور له لاسه وسوم ،له جانانه مرور یم
په زړه کی مي له ښو نه پرته څه نه وو ساتلی
چی ډک یی کړ له زهرو،هغه چا نه مرور یم
دعا ګوی د دیو او دد کړم دادم دې اولادونو
دنن ورځي له خلکو او انسانه مرور یم