نوى غزل

36 | اکتوبر 21st, 2010


ځواني می تیره شوه آرمان می په زړه زنګ پاتې شو
دتنکۍ میني ښکلول په ما قلنګ پاتې شو
رقیب په خوله له ما چالاک دئ یار يې تیرایستلو
زه اوجانان يې په جګړه کړو دى تر څنګ پاتې شي
بڼ او بڼوال يې دواړه ووهل زما په تور کي
ځکه دګل په مخ زما دوینو رنګ پاتې شو
ټول دوښمنان دمیني خاندي راته شنه پراته دي
زه يې ورمخکي کړم اغیار مي روغ له جنګ پاتې شو
دکلي لر بر يې زمونږ په خپلو ورونو وران کړو
نه دندانسې شته نه نکریزي نه لونګ پاتې شو
دوخت ګلاب يې تومتي کړو چي اغزي يې ډېر دي
ځکه شیخانو ته بس یو بوټى دبنګ پاتې شو
دزړه هنداره يې راماته کړه موږ پوه نه شولو
دخدمتګار تر غوږه بس دهغې ترنګ پاتې شو

Copyright Larawbar 2007-2024