فدا چې پټه ژړېدې سترګو کې

36 | اکتوبر 21st, 2010


اوښکې له اوښکو شرمیدې سترګو کې
دچا په یاد چې ګرځېدې سترګو کې
ما خو له ویرې نه سلګۍ ونه کړې
اوښکې خوډیرې تلې راتلې سترګوکې
لکه پتنګ شوم درنه زار څو وارې
لکه ډیوه چې بلیدې سترګو کې
قصور یوازې دزړګي خو نه دی
څه په اسانه ځایدې سترګو کې
دزړه په کونج کې یې میلمه غوښتلې
تا پسې اوښکې تاویدې سترګوکې
څه نا خبره درنه لاړو اشنا
فدا چې پټه ژړیدې ستر ګو کې

Copyright Larawbar 2007-2024