کور / z_buitenland_news -- 5 / مولانافضل رحمان:ټاکني شفافي نه وې خو پايلي يې منم

مولانافضل رحمان:ټاکني شفافي نه وې خو پايلي يې منم

 د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ويلي دي چې د انتخاباتو پايلې د قومي روغې جوړې ارډيننس تر سايه لاندې ښکاري خو د هر ډول اندېښنو برسيره د انتخاباتو پايلې منم ، د لاهور دفتر څخه په خپر شوي بيان کښې مولانا فضل الرحمان زياته کړې ده چې په انتخاباتو کښې ګټه او تاوان سره تړلي دي خو دغه ځل داسې نتيجې اعلان شوى دى چې کومو کسانو انتخابات ګټلي هغه حيران دي ، جمعيت علماء اسلام چې کومې اندېښنې ښکاره کړې وه هغه په ډاګه شوې ، په ځينو حلقو کښې په ډاګه درغلۍ شوى دى ، جمعيت علماء اسلام جمهوري عمل روان ساتلو باندې باور لري.