کور / تازه خبرونه / په پښتونخوا کي د عوامي نيشنل ګوندحکومت جوړيږي

په پښتونخوا کي د عوامي نيشنل ګوندحکومت جوړيږي

 د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مرستيال غلام احمد بلور  ويلي دي چې په صوبه سرحد کښې به عوامي نېشنل ګوند حکومت جوړوي ، که چرته اتحاد ته اړتيا شوه نو د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ( ن ) سره به په ګډه حکومت جوړ کړو ، د شخصي ټلويزون سره په خبرو کښې غلام احمد بلور زياته کړه چې عوامي نېشنل ګوند هر کله د عدم تشدد او ورورولۍ خبره کړې ده ځکه ولس عوامي نېشنل ګوند ته رايې ورکړى.