کور / z_buitenland_news -- 5 / نوازشريف خوښ ښکاري خو مشرف او ملګرو يې بايلوده

نوازشريف خوښ ښکاري خو مشرف او ملګرو يې بايلوده

 نيو يارک ټائمز د پاکستان پر انتخابي پائيلو رڼا اچولو سره ليکلي دي چې د پاکستان ولس ولس مشر مشرف او د امريکا تګلاره رد کړې ده ، ورځپاڼې زياته کړې ده چې د پاکستان ولس د مسلم ليګ ( ق ) مشر او تېر وزيران له ماتې سره مخامخ کړل ، سياسي مشران او کارکنان وايي چې انتخابي پائيلې د حکومتي تګلارو ، ترهه ګرۍ او ګرانۍ په ضد احتجاج څرګندوي ، پر بوش انتظاميه باندې د انتخابي پائيلو له امله فشار زيات شوى دۍ.

د پاکستان پيپلز ګوند مخکښ او د سترې محکمې د وکيلانو مشر چودري اعتزاز حسن وئيلي دي چې د ولس مشر سره اوس د استعفا ورکولو پرته بله لار نشته ، که قاضيان بحاله نه شول نو پر نهم مارچ به د اسلام آباد په خوا اوږد لاريون وکړو ، نوموړي زياته کړې چې د ماتې خوړولو سره چودري شجاعت حسين ته د ګوند د مشري څخه لاس اخستل پکار دى.

 

 د پاکستان مسلم ليګ ( ن ) مشر نواز شريف وئيلي دي چې په انتخاباتو کښې برۍ تر لاسه کولو باندې د لوى څښتن شکر ادا کوم او د ګوند د کړنلارې سره سم د جمهوريت او عدليې د بحالۍ لپاره مبارزه جاري ساتم ، لاهور کښې مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا په ترڅ کښې نواز شريف زياته کړه چې د پيپلز ګوند د مرستيال مشر اصف على زرداري سره به ليدنه وکړم ، او د راتلونکي حکومت جوړولو په باب به ورسره خبرې وکړم ، خو دغه خبره حتمي ده چې قاضيان به بېرته پر خپل کار ګمارل کېږي ، نواز شريف ووئيل چې مسلم ليګ ( ق ) پرېښودونکو ته هر کلۍ وايم ، په ډېرو ستونځمنو حالاتو کښې مو په انتخاباتو کښې برخه واخسته ، نواز شريف په انتخاباتو کښې بريالۍ شوو ټولو ګوندونو ته مبارکي ورکړه.

 

 بله خوا د ولس مشر مشرف همکاران له سختې ماتې سره مخامخ شول ، د پاکستان مسلم ليګ ( ق ) د مشر چودري شجاعت حسين په شمول د مشرف واکمنۍ په وخت د وفاقي کابينې دوه ويشت وزيرانو انتخاباتو وبايلل ، پدغه کښې چودري شجاعت حسين ، چودري امير حسين ، راو سکندر اقبال ، نوريز شکور ، شيخ رشيد احمد ، اعجاز الحق لياقت على جتوئي ، اويس احمد لغاري ، اسحاق خاکواني ، سکندر حيات بوسن ، غلام سرور خان ، خالد احمد لوند ، على امجد ملى ، خورشيد محمود قصوري ، محمد نصير خان ، همايون اختر خان ، چودري شهباز حسين ، خسرو بختيار ، ډاکټر شير افګن نيازى ، وصى ظفر ، او يار محمد رند شامل دي ، هم دغه شان په تېر حکومت کښې پاته شوي ګوندونه له ماتې سره مخامخ شوى دى او بلخوا ته د مذهبي ګوندونو اتحاد متحده مجلس ع مل چې په تېرو انتخاباتو کښې يې ستر برى تر لاسه کړى وو ، دغه ځل په څلورواړه ايالتونو او مرکز کښې پاته راغلۍ دى.