کور / تازه خبرونه / اسفنديار ولي:پښتنو په رايه اچولو سره وښوده چي ترهګر نه دي

اسفنديار ولي:پښتنو په رايه اچولو سره وښوده چي ترهګر نه دي

 د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولى خان چې پښتنو خپلې رايې د عوامي نېشنل ګوند په حقل کښې کارولو سره نړيوالو قوتونو او د پاکستان واکمنو ته دغه خبره په ډاګه کړه چې پښتانه بنسټپالي او ترهه ګر ندي ، ښاغلى اسفنديار زياته کړې ده چې په صوبه سرحد کښې زياتې څوکۍ تر لاسه کولو برسېره هڅه کوي چې نور ګوندونه هم په حکومت ورګډ کړي او په مرکز کښې هم اتحاد کېدلې شي ، د چارسدې څخه د بى بى سى سره په خبرو اترو کښې ښاغلي اسفنديار ولى خان زياته کړې ده چې پښتنو دغه پيغام نړۍ ته ورکړ چې د ټوپک پر ځاى قلم غواړو ، د ګولۍ پر ځاى کتاب د ځانمرګي واسکټونو پر ځاى د ښوونځي يونيفارم غواړو ، په مرکز کښې د حکومت په حقله اسفنديار ولى خان زياته کړه چې په پاکستان په ځانګړې توګه د پښتنو پر خاوره امن رامنځته کول ، ايالتي خپلواکي ، د ګاونډيانو سره ښه تعلقات پر بنياد په مرکز کښې د نورو ګوندونو سره اتحاد کېدلې شي ، خو ددغې خبرې له منځته وړلو هڅه به وشي چې پدې هېواد کښې هېڅ آقا او غلام نشته ، بلکه دلته څلور وروڼه ژوند کوي.

بله خوا  قبائيلي سيمو کښې د قومي اسمبلۍ په نهو حلقو کښې د اوو حلقو غير سرکاري نتيجې اعلان شوې ، د کراچۍ ايجنسۍ او سهيلي وزيرستان پر درې حلقو باندې انتخابات ندي شوي ، په فاټا کښې د قومي اسمبلۍ پر حلقه اين اے شپږ دېرش ون باندې خپلواک کانديد بلال الرحمان ، اين اے اتۀ دېرش باندې خپلواک کانديد منير خان اورکزى ، اين اے څلوېښت باندې شوکت الله اين اے څلور څلوېښت باندې خپلواک کانديد کامران خان د باجوړ ايجنسۍ پر حلقه اين اے درې څلوېښت باندې شوکت الله ، اين اے څلور څلوېښت باندې اخونزاده چټان ، اين اے پنځه څلوېښت باندې نور الحق قادري اين اے شپږ څلوېښت باندې سناتور حميد الله افريدۍ بريالۍ شوى دى.