کور / تازه خبرونه / مذهبي ګوندونه په پښتني سيمو کي له ماتي سره مخامخ سوه

مذهبي ګوندونه په پښتني سيمو کي له ماتي سره مخامخ سوه

د پښتونخوا په شمول ټوله پښتني سيمه کښې مذهبي ګوندونه د سختې ماتې سره مخامخ شول ، په صوبه سرحد کښې ولس پښتون قام پرست ګوند ته رايې ورکولو سره د مذهبي ګوندونو سره خپل مخالفت څرګند کړ ، او دغه شان په بلوچستان کښې هم مذهبي ګوندونه په انتخاباتو کښې پاته راغلې دي ، د جمعيت علماء اسلام بلوچستان امير مولانا محمد خان شيراني هم وبايلله ، او دغه شان د صوبه سرحد د ډى آئى خان پر حلقه مولانا فضل الرحمان سخته ماتې وخوړله ، له دې سره داسې څرګندېږي چې د پښتانۀ د مذهبي ګوندونو د کړنلارې سره يوالۍ نه لري او پرمختګ غواړي ، مولانا فضل الرحمان خو که څه هم په بنو کښې برياليتوب تر لاسه کړ خو پر خپله حلقه ماتې خوړل د مذهبي ګوندونو د سياست د کمزورى نښې نښانې په ډاګه کوي.