کور / تازه خبرونه / APDM :پارلمان ته رسيدونکي دي د مشرف مشري نه مني

APDM :پارلمان ته رسيدونکي دي د مشرف مشري نه مني

 د اے پى ډى ايم مخکښ لياقت بلوڅ ويلي دي چې پارلمان ته رسيدونکي جمهوري قوتونه دې د ولس مشر مشرف تر مشرۍ لاندې رامنځته کېدونکي حکومت څخه ډډه وکړي او پرويز مشرف دې د واک څخه ګوښه کولو ته اړ کړي ، لاهور کښې مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا په ترڅ کښې لياقت بلوڅ زياته کړې ده چې د مرکز په شمول په صوبو کښې هېڅ يو ګوند په يواځې توګه نشي کولې چې حکومت رامنځته کړي ، پيپلز ګوند او مسلم ليګ ( ن ) ته پکار دى چې مشرف له واک څخه ليرى کولو او عدليه د بحالۍ په لړ کښې خپله لاره روښانه کړي ، لياقت بلوڅ زياته کړې ده چې د اے پى ډى ايم په غونډه کښې به د راتلونکي تګلاره وټاکل شي.