کور / نثر / لټون

لټون

لټون

کلونه وشول چې زه د يو داسې نوم پسې ګرځم چې هغه نوم ما لکه يو خيال اورېدلی دی او اوس هم زما په خيالونو کې دی. خو زه په دې نه پوهېږم چې دا څنګه او د چا نوم دی چې په نړۍ کې نشته او د خلکو په خوله ويل کيږي . خپله نشته خو نوم يې قدر لري.

خو په هر حال! زه ورپسې ګرځم چې پيدا يې کړم. خير دی که زه هر څومره ستړی شوم که له پښو پرېوتم امسا به لګوم او که بيا هم کار نه کېده لکه د مار په ګېډه به ورپسې څکېږم.

که پر ما شپه راشي زه د شپې له تيارې نه وېرېږم زه به يې بيا هم لټوم.

او بيا به يې هم لټوم.

ځان پوښتم چې دا څنګه نوم دی چې کلونه وروسته مې بيا هم پيدا نکړ او زړه مې هم ترېنه نه صبريږي، نو اوس وايم چې خدايه داسې يوڅوک راپېښ کړې چې هغه هم لکه زما په څېر د دغه نوم د لټون پسې راوتی وي او ما ته په مخ راشي او راڅخه وپوښتي چې زه د څه پسې داسې لالهانده ګرځم؟

او زه ورته په زغرده ووايم چې زه په مينه پسې ګرځم.

هو! زه په مينه پسې ګرځم.