کور / شعر / تپوس

تپوس

دَ سوات او دير دَ يخو سيمو خلک
پۀ سرو غرمو باندې لتاړ لتاړ شو
چې بۀ ئې نور منع کول دَ سوال نۀ
هغوى اوس نورو ته دي لاس نيولي
تل ئې نفرت دَ دې څيزونو کړى
چا ورله هر قسمه وسله راوړله ؟
ژوند چې دَ چا به پۀ سکون تېريدو
چا دَ هغو ژوند پۀ تکليف کښې کړلو
ښائسته کورونه اوس دَ دغې سيمې
لکه تصوير وي دَ زړو کنډرو
کاروبارونه دَ اربونو روپو
اوس به څۀ کيږي شول دَ نشت برابر
هاغه دَ علم پۀ رڼا منور
څله تيارو له ىې دَ جهل بيايي
پۀ هاغه ښکلي او ښائسته سيمه کې
دَ ګل پۀ ځاى کر دَ بارودو کيږي
دا دَ غمونو ډکې څو واقعې
چې واورېدلې ما دَ دغو خلکو
ډېر شوم خفه چې بۀ ترکومې پښتون
دَ غېرغمازو پۀ ولکه کښې راځي

دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې
بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟

کله چې ما پۀ ژړا اولېدله
خواله ئې لاړم ما وې ولې موري
هغې وې يه بچيه ! جنګ وو ځکه
مونږه کور کلى پرېښود دلته راغلو
مونږ چې دَ سوات نۀ تر بټ خېلې راتلو
لار کښې ناجوړه زوي مې ساه ورکړله
زۀ پۀ ژړا او پۀ سلګو ووم ورته
يو څو ځوانانو رانه واخست هغه
وې موري بس دى حوصله ساته ته
ماشوم بۀ خښ کړو پۀ بټ خېله کې مونږ
ټوټه ئې يوړه دَ ځيګر زمانه
زۀ پۀ ژړا دغه شان پاتې شومه
بيا دَ بټ خېلې نۀ مردان تۀ لاړم
هلته بېخي مې زړګى نۀ لګېدو
زۀ ښپالبې پښې او سرتور سر روانه
شومه پياده بيا دَ بټ خېلې پۀ لور
کله بۀ ګادې ته هم وختمه
چې زۀ بټ خېلې ته راورسېدم
پۀ اديرو راپره شوي يم اوس
چرته کښې ګورمه ټوکړه دَ ځيګر

دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې
بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟

ډوډۍ دَ مور او بچو مخکې پرته
بچي لګيا وو ښه زر زر ئې خوړه
مور ىې پۀ خوا کښې وه سلګو نيولي
ما ترې تپوس اوکړلو ولې موري
ته هم يو څو مړۍ خو واخله کنه
هغې وې يه بچيه ! وږي خو يم
دَ يوې ورځې نۀ څلورو ورځو
خو مې مړۍ دَ حلق نه نۀ تېريږي
ځکه چې زۀ راتلم دَ کور کلي نه
دَ هر طرف نه ورېدلې ګولۍ
ما ټول بچې کړل راروان ځان سره
معزوره لور مې يوه پاتې شوله
ځکه هغه مونږه راوړلى نۀ شوه
اوبۀ مې کېښودې بالټي کښې ورته
هم مې ډوډۍ ورته سړې پرېښودې
ور مې رابند کړو ورپسې دَ کوټې
بيا پۀ سلګو سلګو ئې اووئېل چې
اوس بۀ وي مړۀ کۀ نۀ ژوندۍ بۀ وي لا
حالات کۀ ښۀ شي او مونږ کور ته لاړ شو
زۀ بۀ پۀ کوم حال خپله لور اووينم

دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې
بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟

بيا غريو نېولى هلک ما اوليدو
ما ورته اووې حوصله په کار ده
هغه وې څنګه حوصله اوکړمه
زما خو زړۀ دَ دې دُنيا نۀ موړ شو
ځکه چې کلي کښې ګولۍ وريدې
مونږه دَځان دَ بچ کېدو دَ پاره
مونږ چې دَ کوره رابهر شو کله
نو خپل منزل راته معلوم نۀ وو خو
کرفي وه مونږ پۀ ټرک کښې کيناستو ټول
ټرک چې روان شو ميزائيل راغى
ټرک شو تباه خاندان تباه شو زمونږ
ټول خويندې روڼه او هم موراو پلار مې
پراته پۀ مځکه او هم زۀ زخمي شوم
کرفي وه څوک خواله راتللى نۀ شو
سپي او کارغان مو شو لګيا پۀ غوښو
پۀ ما کښې ساه وه ماله نۀ شو راتلى
زما خاندان شو ټول دَ سپو خواراکه
زۀ ورته ژاړمه او چغې وهم
بيا شوم بې هوشه ځان نه نۀ ووم خبر
اوس هسپتال کښې ستا پۀ خواکې پروت يم

دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې
بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟

يو سړى ناست وو ډېر خپه پۀ سوچ کښې
ما ورته وې ما ما خپه ولې ئې
هغه وې څنګ بۀ خپه نۀ يم بچى !
يو زوى الله وو نصيب کړى زما
ډېر زيات قابل وو او قرآن ئې ياد کړو
ما وې دَ ستړي ژوند دمه ده زما
يوه ورځ لاړلو سودا له بهر
بازار کښې اوشوه دهماکه ښۀ غټه
نورو سره زما زوى هم ښکار شولو
دَ چا دَ ظلم هېڅ پوي نۀ شومه زۀ
سپينه ټوپۍ پۀ وينو رنګ بنګ راله
پۀ لاس راغلي نور ئې هېڅ هم نۀ دي
حالات دَ کلي ډېر خراب دي ځکه
اوس مونږ پۀ کېمپ کښې ديره شوي يوخو
حالات کۀ ښۀ هم شي زمونږ دَ کلي
هاغه ښايسته بونېر تۀ نۀ ځمه زۀ
ماته بونېر اوس جهنم ښکارېږي
ځکه يوه نخښه دَ زوى هم زما
بې دَ ټوپۍ نۀ پاتې نشوه ماته
دغې ټوپۍ ته بۀ ټول عمر ژاړم

دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې
بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟

يو بل سره ميلاؤ پۀ کيمپ کښې شومه
چې ئې دَ سترګو بهېدلې اوښکې
ما ورته وې الله بۀ خېر کړي خېر دى
آ! وې چې اوس به څنګه خېر شي وروره
زما خو ټول خاندان تباه برباد شو
ژوند وو زما دَ خوشحالو پۀ غېږ کـښې
هم پرې څادر وو دَ سُکون خور شوى
ښائسته زامن او هم ښائسته نوسي مې
لونړه مې هم دَ مور پۀ خوا کښې ناستي
زۀ ووم ډاکټر له هسپتال ته تلى
کله چې کلي ته راستون شومه زۀ
دَ کور پۀ خوا کښې ګڼه ګوڼه مې وه
زما دَ پښو لاسو نۀ دم اووتو
چا راته اووې حوصله اوساته
کور ستا دَ توپ پۀ ګولۍ اولګېدو
ما وې چې څوک پۀ کښې بچ شوي کنه
راته ئې اووې څۀ امکان نۀ ښکاري
ځکه چې کور دي دړي وړي پروت دى
زۀ تواب ګرځمه کوڅه پۀ کوڅه
دَ پښتنو نۀ دا تپوس کوؤمه

دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې
بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟