کور / شعر / د زرلښت حفيظ د سولې ارمان

د زرلښت حفيظ د سولې ارمان

زما فطرت کې دانسان په نوم ارمان وګوره
دژوند قاتله ټوپک مه ګوره جهان وګوره
زه د نړۍ دانسانانوتعبيض کله منم؟
زما زخمي زخمي وطن افغانستان وګوره
****
زه د سرونو سوداګرو مينه نه پالمه
ملت دښمنو قاچاقبرو مينه نه پالمه
زماپښتوزمامذهب يي په دنيا بدنام کړ
د انسانيت ددهشت ګرومينه نه پالمه
****
که څه هم ښځه يم جوازدخپل مذهب لرمه
داسلام دين کې زه حيا،تعليم،ادب لرمه
زمامذهب کې د تورات،انجيل،زبورکيسه ده
اسلا م مې دين زه دقران ښکلې مکتب لرمه
****
زما هدف زما مرام د انسانيت مقام دی
دجنګ پر ضد مبارزه دحريت مقام دی
مادزرلښت سولې ارمان باندې سوګنديادکړی
سوله به خپله کړمه زمادټول ملت ارمان دی