کور / شعر / زماهلمنده!!!

زماهلمنده!!!

(ښاغلي عبدالباري جهاني ته)

تاته بيااسمان دقهر زيري دركړه
بيادي وبهېدې ويني په ويالوكي
بيادي سيندزمادوينوپه څپومست
بيادي وران نصيب تحفه كي څه راوړي
بيادكمي موربچى دغيږي اخلي
بياپركوم كورباندي پاشي سره اورونه
بيادچاخاوري كوي ډير ارمانونه

اې هلمنده راته ووايه داڅه دي؟
داچي زوى دخپلي موردغيږي اخلي
داچي پاته وي په زړه كي ځواني هيلي
داچي نوي وي ځوان سوي اميدونه

خـو
كلونه ،مياشتي ،مياشتي موداحال دى
ستاپه غيږه كي هلمنده څه تېريږي
ستاپه زړه كي اې هلمنده څه درګرځي
ستاپه زړه كي څوك دويربڅري پاشي
اې هلمنده
اې هلمنده راته ووايه داڅه دي ؟
زه دچاوجنازې ته كفن يوسم
زه وچاته كړم تيارنوى لحد اوس
زه دچاپه جدايي كي اوښكي توى كړم
زه به وسپړم وچاته ارمانونه
زه دچاڅخه ګيله وكړم هلمنده
كه مي وران نصيب ته ووايمه داسي

بدنصيبي ده نورڅه نه دي
چي پرهرګام ژوندپه جفاراسره ځينه

نصيبه وسوځې ايره سې
تنديه مات سې پرتاڅه ليكلي دينه

اوكه داسي نه وي اې ګرانه هلمنده
بيانوځمه زيارتوته دپيرانو
لاس به لپه كړم اوساندي به شروع كړم

پيره تاته يم مجبــــــــــــــــــور
چي لالى مي دى رنځـــــــور

خداى دې ستاپه روى كي جوړ
چي زړګى مي سي په مـــــــــــــوړ

كه مي خداى په زيارتونوسوال قبول كړ
بيابه ناوې وي خوښي زوم به هلمندوي
كندهاربه دخوښۍ په نڅامست وي
دكنړسيندبه دوراپه بدرګه ځي
اروزګان به دزابل سره پرڅنګ وي
پكتيابه غوړوي وډول ته څڼي
بيابه ټول په كډه پيل كړوداسندره

هرقدم دي بختورسه ، هرقدم وۍ
الله بختورسه
ښايستې پښتنې ناوي
هره ورځ دي داخترسه
خوښ ښادي ده غم يې مكې(*)
خوښ ښادي ده غم يې مكې
الله داسي زوم مودروستلى
چي جوړه بې پيدانكې
خوښ ښادي ده غم يې مكې
خوښ ښادي ده غم يې مكې

۱۳۸۸-۳-۶
(*)مه كړې