د ثناء الله مخلص غزل

36 | اکتوبر 23rd, 2010


زموږ و ديري ته چي راغلي دي نن
هغه له خدايه څه مختوري غواړو

چي هم يي ټيك او هم پيزوان پاته سي
په دي ديره كښي يي كمزوري غواړم

څنګه چي زموږ پر پاكه خاوره جنګ دى
هلته يي هم پيالې نسكوري غواړم

زموږ د ژوند هره صحنه جنګونه
هره صحنه کي يي سر توري غواړو

په دي يوه جرګه څه ونه شول مخلصه
موږ مركي او جرګي نوري غواړو

Copyright Larawbar 2007-2024