کور / شعر / نوردي تصويرپه اوښكونه جوړوم

نوردي تصويرپه اوښكونه جوړوم

اسمان پيكه دى ستوري هيڅ نه وايــــــــــې
په نيمه شپه كـــــــــــــي يې اواز نـــــــــــــه اورم
مخكي هم شمعه هم سپوږمۍ نڅـــــــــــــېده
نڅايې نسته هــــــــــــم يې سازنــــــــــــــه اورم

توره شپه سپينه كـــــــــــــړم ديادپــــــــــــه رڼا
په اوښكو، ومينځم تـــــــــياره غــــــــــــــمـونه
شيطان به ووژنــــــــــــــي كه ورسي پــه لاس
خو وژني نه چــــــــــي دي ښكاره غــــــــمونه

يوڅوګيلې درته لـــــــــــــېږم لـــــــــــــــېونــــــۍ
چي دي يادونه تـــــــــــــش لاس ونه ايـــــسي
دوست ته خوخلك شــــــــيريني ورلــــــېږي
تش لاسي ځي خـــــــــــوهلته ښه نه ايـــــسي

ته دي شيرين ياد رالـــــــېږې راته خــــــــــو
لېونۍ خپله خوپه خـــــــــــوب نه راځـــــــې
په ماشومتوب کي ښه وې مستي ښكلي
اوس دژوندون په پېغلتوب نـــــــــه راځې

سپوږمۍ چي ونيسي وريځ ومخ ته
پكښي وركيږي ستاتصــــــوير لېونۍ
وكړي نفلونه اوبياتســـــــــبې اړوي
دزړه مسجدكي مي ستاويرلــــېونۍ

حق به بخښې چي مي ستا نوم يادكړى
پرې غزلتوري مي رنګين ســــــــــاتلي
اسمان ته ستالپاره ځكه ګـــــــــــــــــورم
ستاپه نوم ستوري مي رنګــين ساتلي

اوس درته څه ووايم څه لېـــــــــــــونۍ
راځه چي ختمه كړونړۍ دژونــــــدون
تاچي اغوستي دبېلتون جامــــــې دي
زه خلاصومه نوتڼۍ دژونــــــــــــــدون

تاپرې بندي نه سم ساتــــــــلاى ځكه
درته ځنځيرپه اوښكــــــــــــو، نه جوړوم
خلاص سول رنګونه دګرېوان پرپاڼه
نودي تصوير په اوښـــــــكونه جوړوم

نوري ګيلې مانې هـــــــــــــــــــم نه درلېږم
ژونددي ځلاند،ژونددي روښان لېونۍ
مادرته جوړكړدســــــــــــــــــــــندروامېل
درته يې سپارم خــــــــــداى پامان لېونۍ

۱۳۸۷-۱۱-۱۳دشپې درې بجې