کور / شعر / اخ! قربان له بارانه شمه جانانه

اخ! قربان له بارانه شمه جانانه

زه به روغ شم ، زه به ښه شمه جانانه
په څنګل که دې ويده شمه جانانه
داسې مه وايه چې ځم بيا نه راځمه
چرته مړ درپسې نه شمه جانانه
که به ګران راته له خپله ځانه نه يې
لکه واوره دې اوبه شمه جانانه
ځار، قربان ، ماڼو، لوګى او سپېلنى
دغه ټول دې درنه زه شمه جانانه
اخ! ارمان مې شو پوره ټوله ښکاره شوې
اخ! قربان له بارانه شمه جانانه
بې له تانه ژوند د زهرو تېرېدل دي
خداى خبر دى که يې وشمه جانانه