کور / شعر / تېر وختونه

تېر وختونه

لکه خوب ياافسانه وه
څومره ښکلې زمانه وه
داغمونه دومره نه وو
خوشالي موهر شيبه وه
دګرمۍ په سرو غرمو کې
په يخ سوري مو دمه وه
سرګردانه دومره نه وو
ښه قرار مو ورځ او شپه وه
د دنيا لالچ مو کم و
مينه زړونو کې پرته وه
کليوال پکې راټول وو
يووستل يو مو حجره وه
مشرکشر مو معلوم وو
زمونږ دا پله درنه وه
ټولې چارې په مسلات وي
هريوکارته مشوره وه
دابي ځايه سيالۍ نه وې
دژوند چاره موساده وه
روزي خدای رارسوي
دازمونږه عقیده وه
ټول خواړه موخوندور وو
که سړه وه که توده وه
لکه ټول ووخويندې ورونه
يو پربل مو بروسه وه
چل وټه په منځ کې نه وه
زمونږداسې يارانه وه
ډیرکارونه په حشروو
د زلمو جوړه میله وه
دا دیړي مزدوري نه وه
نه په یاد د چا پیسه وه
پیسه سری یې باله
که دا تمه چا سره وه
هره ورځ لکه اختر وه
د شبقدر هره شپه وه
يو به بل کره ورتللو
که هرڅو لاره اوږده وه
غم ښادۍ مو وې شريکي
په ژوندون کې مو مزه وه
چې خپلوان به سره ټول شول
خوشالي به یو پر دوه وه
په رښتینې خوشالي وه
هسې نه چې چل وټه وه
ترمرګ نه وروسته کیدلو
چا چې کړې به وعده وه
هرزلمی رښتیا پښتون و
هره پیغله پښتنه وه
وو، ولاړ په خپله ژمنه
نه دروغ اونه بانه وه
یوله بله زارقربان وو
دا د مینې نښانه وه
یو به بل له ورکوله
که غنم ،جوار، دانه وه
یودرهم چاسره نه وه
قناعت موخزانه وه
څومره ښکلې زمانه وه

دهمدې شعرسره مله:

لکه اوس داسې مونږ نه وو
په غربت کې دې نه ښه وو
په ډیرشتوکې یومونږ وږي
د اوبو تر څنګه تږي
هره ورځ موداپه زړه وي
چې سبابه مړۍ نه وي
نن یې خورودسباغم کړو
وایو دا سبا به څه وي