کور / شعر / ټوپکمار

ټوپکمار

خپله کارغــه دى چــم د بــاز کوي
د ډيره کبـــره جګ پرواز کوي

د ابې کمالـه د قــــدرت ليونيان
نه ترحــــم شته نــــه لحــــاظ کوي

دا قاتلان دي ټوپکماريې ګڼه
هسې تبليغ دور او دراز کـوي

خودوی په خپله په دې ښه پوهيږي
چې تـــل ګـــډادبل په سا ز کوي

دغــــه دنيا دا لباســــي وختونـــه
دايمه نــــه ده چــــې پرې ناز کوي

زموږ د ديــــن او د ائين پــــيروان
خداي ته د سولې راز ونياز کوي

ربه تباه کــړې فرعوني زورواکان
چې ستا مخلوق سره ناساز کوي