کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان واکمن او پښتو سره تعصب ( دډاکټر نبي مصداق ليکنه)

افغان واکمن او پښتو سره تعصب ( دډاکټر نبي مصداق ليکنه)

 


په افغانستان کې د پښتو ژبې رسمي او ملي حيثيت منل، په دې ژبه د حکومت د درې ګونوارکانو چلول او خصوصآ د پښتنو په سيمه کې په دې ژبه ښونځي او تدريسي موادو جوړول، اصلآ بايد د بحث موضوع نوي.  څوک ماته د نړۍ له 192 نه  زياتو ملکو کې ،  يو مملکت ښودلی شي چه هلته د اکثريت ژبه د ملک رسمي ژبه نوي؟  ولې بايد مونږ په خپل ملک کې دومره بې عدالتي او بې حرمتي ومنو؟  مونږ ددري او نورو ژبو پياوړتيا، ددې ژبو د ويونکو په سيمو کې غواړو.  خو په پښتو ژبه د ښونځيو پرانستل په تيره په کابل ، بغلان ، قندز، هرات او فراه کې ، چې ددې هر ولايت په ښارونو کې د نيمائي نفوس په اندازه پښتانه اوسيږي ، ولې د هغه نيمګړي اساسي قانون په اساس چه همدې حکومت جوړ کړو، رفتار نکيږي؟ پښتانه له چانه خيرات نه غواړي ، ولې بايد خپل حق ورته ورنکړ شي؟ په کابل کې برسيره په استوګنو پښتنو، اوس هلته د يوې خوا له بهر نه زيات مهاجرراغلي او د بلې خوا ډير پښتانه چی کورونه او ځمکې يي د ځينو متعصبو جنګسالارانو له خوا غصب شوي او د موجوده حکومت قانون نه مني او کابل ته را کوچيدلي دي ، د پښتو ژبې ښونځيو پرانستل خورا ضروې دی .  په هغو باندې د پرديو ملکو د مهاجرت د دورې بې سوادي بايد پخپل ملک کې هم تحميل نشي .


تر اوسه ډيرو پښتنوپه دې مورد ليکنې کړي دي.  د فرورې په لمړې جمعه د شهيد ځاځي بابا په جومات کې په کابل کې پښتنو مشرانو،  چې ډير يي په همدې نظام کې رسمي دندې لري ،  يوځل بيا په مورنې ژبه د پښتنو ماشومانو ته د ښونځيو او زده کړو غوښتنه وکړه ، خو د کرزي مشاورين او د پوهنې وزير خوشې اوتې بوتې بهانه نيسي او عمل نکوي.


په مورنې ژبه زده کړه په روحي لحاظ ، په کلتوري لحاظ او په علمي لحاظ د يوه سالم انسان د روزنې له ضرورياتو څخه دی. تر څو چه يو څوګ په خپله ژبه کې سواد ونلري او د وړکتوب نه يي په هغه ژبه کې روزنه نوي شوی ، په بله ژبه کې هعه رازونه چې يواځې د ژبې ويونکو ته معلوم وي ، هغه تر لاسه کولای نشي .   زه په خپله په انګريزي ژبه کتابونه ليکم ، خو په کلتوري او دوديزو ډيرو برخو کې د يوه انګليس ېا امريکائې په څير نه پوهيږم ځکه چې د وړکوالي نه ددې ژبې په ماحول نه يم لوی شوی . 


په اروپا کې سکاندنوي ملکونه لمړی مهاجرو ته په خپله ژبه سواد او زده کړه  ورکوي او بيا ورباندې خپلې ژبې زده کوي .  دا ددې لپاره چې د فکر انکشاف او تحول په مورنې ژبه پورې اړه لري .  د يو مثال په ډول ، ولې د خوشال خات ، رحمان بابا ، حميد ماشوخيل او ځينو نوروشعرونه هر پښتو ژبې نسل ته د وياړ ادب دی؟  ځکه چې د هغو په اشعارو کې د ژبې کلتوري ارښتونه نغښتل شوي دي.  داسې ارښتونه چې د بلې ژبې ويونکی يي د يوه پښتون په شان اټکل نشي کولی .  د هغو په شعرونو کې د پښتو ژبې ژور او نهفته احساسات شته چه په ويلو سره يي زمونږ همدا ډول ويده شوي احساسات را بيداروي .  دا ډول عمق او روحي تسکين ، بې د خپلې ژبې نه،  په بله ژبه نه تر لاسه کيږي. 


ځما غوښتنه ، وروسته له ديرش کاله تحصيل او تجربې نه په پرديو ژبو کې داده چې د پوهنې وزير، ګران اتمر صيب او د حامد کرزي مشاورين،  نور و نه هيريږي او د خپل اساسي قانون او له پاسه نه نازل شوې ډيمکراسې د اساساتو په اصول ،  لمړی پښتنو ته او بيا نورو لږکيو ژبو ويونکو ته،  پخپلو ژبو ښونځي پرانيځي او مونږ ته چې له ملک نه بهر اوسيږو وظيفه راکړي چې تدريسي موادو په ليکلو او ترجمو کې ، که ضرورت لري ،  مرسته وکړو .


ما په خپل کتاب کې جې اوس يي د برطانيه او امريکې د 350 زېاتو پوهنتونو او علمي مرکزونو کې محصلين او څيړونکي استقاده ځينې کوي د ژبې د کشالې د حل په برخه کې ليکلي دي ، جې د افغانستان په هره ولسوالې کې چې د يوې رسمي ژبې د ويونکو شمير له 50 سلنې نه ډير وي ،  هلته بايد ښونه او د ښونځيو تدريسي مواد په هماغه ژبه وي او دوهمه رسمي ژبه ، په اجباري ډول بايد تدريس شي . که د کومې بلې ژبې اکثريت په داسې ولسواې کې وي ، هلته شاګردان بايد په اجباري ډول د وطن دوې رسمي ژبې زده کړي . (زما په فکر ، د دريمې ژبې اکثريت ممکن له درو يا څلورو ولسواليو نه په ټول ملک کې زيات نوي.) نو  په دې ډول کله چې زده کونکي له 12 ټولګي نه فارغ کيږي ټولو به دواړه  د ملک رسمي ژبې زده وي . د داسې تهداب په اساس به،  په پوهنتنو کې او وروسته د ماموريت په دوره کې،  د ژبو مشکلاتونه حل شوي وي .  مـونږ ښه پو هيږو جې تنکيو ماشومان سره تعصب نشته او که تنګ نظره مشران يي پريږدي ،  هغوي به د خپل وطن رسمي ژبې د نورو مضمونو په شان زده کړي .


افغانستان ډير غني ملک دی .  مونږ د خپلې ټولې ځمکي نه چې لرو يي ، يواځې د 12 سلنې نه استفاده کؤ.  حال دا چې زمونږ مست او خروشان سيندونه په څلورو خوا کې د بهرنيو استفاده ته وربهيږي .  مونږ دومره کانونه لرو چې هر افغان ته د کار او عايد منبع ګرځيدای شي .  خو د تنګ نظره ډلو او ټپلو له لاسه، اتحاد او ورورولي نشته او اخته يو د ژبو په برخه کې اوښان په بډو منډو .