کور / راپور / جلال اباد: ځوانان د کتابتونونو له نشتوالي سره مخ دي

جلال اباد: ځوانان د کتابتونونو له نشتوالي سره مخ دي

د جلال اباد په ښار کي ګڼ ځوانان د عامه کتابخانو له نشتوالي څخه سر ټکوي اووايي چي په دغه لوي ښار کي داسي يو کتابتون نشته چي دوي هلته لاړ شي او شپه او ورځ پکي مطالعه وکړي،خو مئسولين بيا وايي چي ځوانان نشته چي هغوي دي له کتاب سره مينه اوعلاقه ولري او خپله مطالعه دي مخکي يوسي،دننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور په رياست کي دامريکي متحده ايالاتوپه مالي مرسته يوورکوټي کتابتون جوړ شوي چي دپښتو او دري کتابونه پکي نه پيدا کيږي،ددغه کتابتون مئسول امرالله اميد وايي چي دوى په دغه کتابتون کي له کتابونو پرته ځوانانو ته د انټرنيټ سهولت هم برابر کړي دي او ګڼ ځوانان راځي او خپله استفاده ورڅخه کوي،نوموړي وايي دا يو حقيقت دي چي د جلال اباد په ښارکي عامه کتابتونه نشته خودځوانانو علاقه ډيره هم کمزوري او له کتابونو د مطالعي سره دګوتو په شمير کسان مينه او علاقه لري، د امرالله اميد په وينا د کتاب له فرهنګ سره د ځوانانو د نااشنايي لامل دا هم وي چي په دغه ښار کي د ځوانانو د ذوق سره برابر کتابتونونه نشته،نوموړي زياتوي که په دغه برخه کي کار وشي شايد د ځوانانو مخه هم را وګرځي او د ليل را وړي چي دوي دغلته د امريکي متحده ايالاتو په مالي مرسته د انګليسي ژبي يوه وړه کتابخانه جوړه کړي خو ځوانان راځي او خپل مشکل پکي حلوي.
په دغه کتابتون کي چي د ګوتو په شمير ځوانان د مطالعي لپاره راغلي وه ويل چي دوي که څه هم د انګليسي ژبي سره ډيربلديت نلري خو له مطالعي سره دخپل ذوق له مخي کتابونه را اخلي او ماته ګوډي مطالعه کوي او عکسونه پکي ګوري ،دغو ځوانانو دجلال اباد په ښار کي د يو داسي کتابتون د جوړولو غوښتنه وکړه چي هغه د نني عصر سره برابر وي او هم د انټرنيټ سهولتونه ورته محيا شي،ځوانان وايي په دغو څو کلونوکي دځوانانو دعلمي ودي لپاره افغان دولت هيڅ ندي ترسره کړي، اودوي په دغه لوي ښارکي يوعامه کتابتون نلري چي هلته شپه اوورځ مطالعي وکړي او د خپل هيواد او د نړي د نورو هيوادونو د پرمختيايي کارونو په اړه خپل معلومات راټول کړي.
د ننګرهار ولايت داطلاعاتو او کلتور ريس اورنګ صميم دځوانانو دغه نيوکي مني او وايي چي دوى مرکزي دولت ته وړانديز کړي ترڅود ښار په پنځه ګونوناحيو او په ټولو ولسواليوکي دځوانانو دعلمي او فرهنګي ودي لپاره کتابتونونه جوړ کړي ،نوموړي زياته کړه د ځوانانو ذوق هم په دغه برخه کي ډير کمزوري دي او دګوتو په شمار کسان دکتابونو له مطالعي سره مينه لري،د اطلاعاتو اوکلتور دريس اورنګ صميم په وينا چي دوي په دغه رياست کي يوعامه کتابتون لري خو دځوانانو يوه ډله هم دوي ونه ليده چي راشي اوپه کتابتون کي مطالعه وکړي،خونوموړي وايي کيداشي ځوانانو ته سمه زمينه د مطالعي لپاره برابره نه وي اوکه د ښار په زړه کي يو لوي عامه کتابتون جوړ او شپه او ورځ د ځوانانو پرمخ خلاص شي شايددځوانانو بي علاقي ختمه اوخپلو مطالعو ته دوام ورکړي.
خوبل خوا دجلال اباد په ښار کي بيا د کتابونو بازار ښه شويدي د کتاب پلورنځيو په وينا چي هره ورځ دوي له دغي لياري ښه عوايد لاس ته راوړي اوپه ښار کي ډير کتابونه پلورل کيږي، د ګودر ،مجيد او هارون په نومونودکتاب پلورنځيومئسولين وايي چي په ښارکي زياتره فرهنګي اوعلمي کتابونه پلورل کيږي چي په فرهنګي برخه کي ډير کتابونه لري خو په علمي برخه کي دومره کتابونه نشته او ځوانان نهليي کورونه ته ستنيږي،د دوي په وينا له ټولو علمي کدرونو څخه غوښتنه کوي چي د خپلو راتلوونکو اولادونو ته دښه خدمت په موخه په خپلومسلکونو کي کتابونه وليکي اودوي ورته په وړيا توګه چاپوي،دجلا ل اباد ښاردکتاب پلورنځيو د مئسولينو په وينا اوس مهال په دغه ښار کي تر شلو پوري کتاب پلورنځي موجود دي او له هره يوه پلورنځي څخه په لس ګونو کتابونه د ورځي له پلوه ووځي.
دکتابونو دغو پلورنځيو ته راغلي ځوانان چي د ښوونځيو او پوهنتونو محصلين دي وايي چي په ښار کي د عامه کتابخانو د نشتوالي له امله دوي مجبور دي چي شخصي پلورنځيو ته مخه وکړي،دوي وايي دغو کتاب پلورنځيو ته راغلي خو په زياتروکي ددوي دخوښي علمي کتابونه نه پيدا کيږي او يوازي فرهنګي کتابونه لکه مجلي ،ورځپاڼى، شعرونه کيسي ،ناولونه او نور فرهنګي اثار په اساني پيدا کيږي او دغه کتابونه دوي اخلي او مطالعه کوي.
کتاب هغه خوږ ملګري دي چي دژوند په هره خوشالي او سختي کي له خلکوسره پاتي کيږي او هيڅکله د انسانانو په څير بي وفايي نه کوي ، استاد محمد اصف صميم وايي که څه هم په افغانستان کي ډيري خلک د کتابونو دمطالعي له فرهنګ سره اشنايي نلري خو که هرڅوک وغواړي دژوند لوړو پوړيو ته ورسيږي نومطالعي ته دي مخه وکړي او هرکتاب چي په مخه ورځي بايد يو ځل مطالعه کړي،نوموړي وايي کتاب په اصل کي يو عربي کليمه ده چي دلوستلو په مانا ده اوهمدغه کتابونه دي چي له تيرو خلکو دکړو او وړو اوهم دهغوي دانکشافاتو په اړه موخبروي، د استاد محمد اصف صميم په وينا نوي ځوانان بايد خپلو مطالعو ته پام وکړي ترڅووکړاي شو دنړي له سيالانوهيوادونوله معلوماتو اود هغوي له فرهنګي او علمي پرمختيايو څخه خبرشي ، د نوموړي په وينا که مطالعه ونه کړو نو لکه څنګه چي په تياره کي يو همداسي به په تياره کي پاتي شو.
خوکتاب هغه خوږملګري دي چي دژوند په هروخت کي درسره ملګرتيا کوي او يوازي دي نه پريږدي،دمشرانو خبره ده که څوک ژوره مطالعه ولري نوهغه هيڅکله د يارانو په مجلسونو کي پاتي نه راځي اود هرڅه په اړه کولاي شي خلکو ته معلومات ورکړي، نو نوو تنکيو ځوانانو او هر چاته پکار ده که په راتلوونکي کي وغواړي يوسالم اوښه رهبر شي نو خپلي مطالعي ته دي دوام ورکړي.