دځانمرګيوبريدونومسولين دي محاكمه سي

حاجی پوپل | فبروري 20th, 2008


په كندهاركې ورستيوپرله پسې ځانمرګيوبريدونو  په  ښاركې دپخواپه پرتله ګڼه ګوڼه كمه كړي اوسخته بېره يې دخلګوزړونوته اچولې ده .


دښارخلګ پرته له دې چې ځان وژنه دمسلمان كارنه بولي دتيروورځودځانمرګيوبريدونودمسولينودمحاكمې غوښتنه كوي.


لمړني خونړي بريدترشاګڼه مرګ ژوبله پريښوده اوپه لس ګونوكورنۍ يې دغم پرټغركښېنولې .


ورپسي دسپين بولدك اوتيره ورځ په ښاركې دننه ځانمرګيوبريدونوعام ولس نورهم انديښمن اوخواشيني كړي.


كله چې موله خلګوسره خبري كولې نوزياتويې له افغان دولت څخه غوښتنه كول چې نوردې په خپل ټول توان سره هڅي وكړي چې ددغوځانمرګيوبريدونواوعام وژنومخه ونيول سي .

Copyright Larawbar 2007-2024