وچې ویالې

د لراوبر اداره | فبروري 20th, 2008


دزړه ترسیمي بیا هوادپسرلو راځي


که مې بلبل دسترارمان په ولولوراځي


مینه دې ویښه کړه سبادې له پرونه زده کړه


د ا ا واز ونه  له مخکښو قا فلو  را ځي


زه دچمن له اغزو اورمه چې ژمې تیر دئ


دویدو غوږ ته دخزان سړه ښکا لو را ځي


قدم راواخله سستي مه کوه پښتونه اشنا


وچو ویالو کې اوبه بیاهم په راتلو راځي


پام کوه مینه تسلیم نه کړې په پښتوودریږه


پښتون یی میني له په شان دنومیالو راځي


                    دخدمتګارپه مطلب ځان پوه کړه چې ورسیږې


                     د بې خبره خلکو  ژ وند په  ا ندیښنو  راځي

Copyright Larawbar 2007-2024