کور / تازه خبرونه / ايساف وايي په کندز کي يې ژمنۍ مرستي ويشلي دي

ايساف وايي په کندز کي يې ژمنۍ مرستي ويشلي دي

 


د کندز ولايت پي ارټي   يا د ولايتي بيا رغاوني ډلي ددې ولايت د لالا ميدان په سيمه کي له څلورنيم سوه کورنيو سره لومړنۍ مرستي وکړې . لراوبر ته له کابله د ايساف په رارسېدلې خبرپاڼه کي کاږي چي د کندز ولايت اړمنو کورنيو ته يې يوه اندازه اړه ، چای ، بوره ، ورجي ، غوړي او د سوځلو لرګي وېشلي دي ، ايساف وايي چي دا مرستي د المان د فدرالي دولت له خوا برابري سوي وې .


خبرپاڼه وړاندي وايي چي د شرکت باغ په سيمه کي يې دوه زره کورنيو  او جنت باغ په سيمه کي پنځه سوه کورنيو ته غذايي توکي ويشلي دي .


ايساف وايي چي په کندز ولايت کي يې د يوې اوونۍ په دننه کي څلور ځله دمرستي ورکولو پروګرامونه پر مخ بېولي دي .