سپينه ماڼۍ: کرزي ته د پيسو کڅوړي نه ورکوو

34 | اکتوبر 27th, 2010


د سپيني ماڼۍ وياند رابرت ګېبس د افغان ولسمشر هغه ادعا رد کړه، چي ويل يې امريکا هم د اېران په شان جمهوري رياست ته نغدي پيسې ورکوي.
سپينه ماڼۍ وايي دوى که افغان حکومت ته پيسې ورکوي، له قانوني لارو يې ور سپاري، نه دا چي په بکسونو او کڅوړو کي يې ور ولېږي.
د امريکا د نيويارک ټايمز ورځپاڼي وويل د ولسمشر کرزي د دفتر رئيس له اېران څخه پيسې اخلي او بيا يې د دې هيواد د نفوذ دپاره په حکومتي کړيو کي وېشي، خو ولسمشر کرزي وويل چي عمر داودزى دغه کار د ده په امر کوي او اېران دغه پيسې د جمهوري رياست سره د مرستي په خاطر ورکوي.

Copyright Larawbar 2007-2024