کور / تازه خبرونه / بغلان:6تنه وسلوال طالبان په عملیاتوکې ووژل شول

بغلان:6تنه وسلوال طالبان په عملیاتوکې ووژل شول

دبغلان ولایت په احمدزیوکلی تیره شپه دبهرنیوځواکونو په چاپه اوعملیاتو کې لږترلږدچارواکوپه خبره ۶تنه وسلوال طالبان ووژل شول.
دبغلان امنیه قومندانی وویل: تیره شپه دقومندان لعل چی دوسلوالوطالبانویوسمییزقومندان دی دنیولولپاره عملیات په لاره اچول شوی وول چی دهغه ۶تنه کسان په دغه عملیاتوکې وژل شویدی خونوموړی ندی نیول شوی. خودوی خپل لورته دمرګ ژوبلی په اړه څه ندی ویلی : خوبل لورته دوسلوالوطالبانویوتن ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته دټیلفون له لارۍ ویلی چې دتیری شپې په عملیاتوکی ددهانه غوری دچینوپه سیمه کۍ ترسره شویدی ادعاءکوی چی دپيښی په ځای کی دبهرنیوقوتونوسره سخته نښته شوی چی په پایله دهغه په خبره یوبهرنی اوکورنۍ سرتیری وژل شوی خوهغه خپل لورته هم مرګ ژوبله اړول ندی ردکړی زیاته کړیده چی په دغه پیښه کۍ ۵ تنه طالبان له منځه تللی دی.