محمود کرزي په کندهار کي کرکيټ لوبغالي ته مځکه ورکړه

34 | اکتوبر 27th, 2010


د عینو مېني د پروژې مشر محمود کرزي په کندهار کي دکرکټ د لوبغالي لپاره ۴۰ جریبه ځمکه ورکړه.
دعینو مېني دپروژې مشر دغه مځکه دکرکټ د لوبغالي لپاره په وړیا توګه ورکړې ده.
ياده سوې مځکه په عینو مینه کی موقعیت لری او قیمت یی تقریبا ۴ میلونه ډالره ښودل سوئ دئ، چي دتیری شنبی په ورځ داکتوپر دمیاشتی پر۲۳/۲۰۱۰ نیټه یی موافقت لیک د افغانستان دکرکټ بورډ دمشر او مالیی وزیر ډاکټرحضرت عمر زاخیلوال او دعینو بنیاد مشر محمود کرزی ترمنځ په کندهار کی لاسلیک سو.
دلاسلیک له مخی به دافغانستان کرکټ بورډ پر دغه ځمکه کی پربین المللی معیار برابر لوبغالی چی ۶ میلونه ډالره لګښت پری راځی جوړوی.
دعینو بنیاد مشر محمود کرزی په خپلو خبرو کی وویل چی دا کندهار او سهیل لويدیځی سیمی دځوانانو لپاره یو ډیر دخوښي زیری دی چی په دی سیمه کی په دومره لوړه سویه دکرکټ لوبغالی جوړیږی.
هغه دافغانستان دمالیی د وزیر څخه هم مننه وکړه چی کندهار ته یی په خپل خاص پام او توجه سره دغه لوبغالی منظورکړی دى.

Copyright Larawbar 2007-2024