لوګر: د زده كوونكو ترمينځ ذهني سيالۍ ترسره شوه
د لوګر ولايت په مركز كې د پنځو ليسو او يو دارالعلوم د زده كوونكو ترمينځ ذهني سيالۍ ترسره شوه.
په هغه سيالۍكې چې نن د روان کال د لړم د میاشتی په ۵ نيټه، د لوګر ولايت د مقام په تالاركې د حامد كرزي، پورك، ګلنكار، حضرت عمر فاروق، حصارك او محمدي د ارالعلوم د زده کوونکو ترمینځ ترسره شوه پكې د دغه ولايت والي عتيق الله لودين، د پوهنې رئیس ګڼ شمير دولتي چارواكو، استادانو او زده کوونکو ګډون درلود .
د یاد ونې وړ ده چې دغه سیالۍ د يونيسف موسسي په مالي لګښت او د لوګر و لایت د پوهنې رياست په همكاري په لاره اچول شوي چې د سيالۍ په پاي كې د کلنګار د جهادي ليسي د دولسم ټولګي زده كوونكي خواجه محمد فهيم لومړي مقام، د حضرت عمر فاروق ليسي د دولسم تولګي زده كوونكي احمدالله دوم مقام او دکلنگار د جهادي ليسي د دولسم تولګي زده كوونكي محمد بلال دريم مقام ترلاسه كړ چي د سيالۍ لومړي او دويم مقام ته يو پايه د سكتاپ كمپويترونه او دريم مقام ته د قرطاسيه موادو دك بكس د يو نيسف موسسي لخوا وركړل شو.