بادغيس:د زده كوونكو ترمينځ د واليبال سيالۍ ترسره شوى
دبادغيس ولايت: د بادغيس ولايت په مركز كې د ښوونځيو د زده كونكو تر مينځ دواليبال سيالۍ ترسره شوې .
د والیبال په هغه لوبوكې چې نن د روان کال د لړم د میاشتی په ۵ نیټه، د بادغيس ولايت په ورزشى لوبغاړى كى ترسره شوى پكې د دغه ولايت د پوهنې رئیس سربيره ګڼ شمير دولتي چارواكو، استادانو، زده کوونکو او د واليبال مينه والو ګډون درلود.
د واليبال په غه په زړه پورې سيالي كى چى د دارالمعلمين د طلوع ټيم او د فرستان د ليسي د اتحاد ټيم ترمينځ ترسره شوه چى د لوبى په پايله كى ۳ د صفر په مقابل كې فرستان د ليسي په ګټه او همدارنګه د خارستان ليسي د سعادت ټيم او دكنده دلان ليسي تيمونو په سيالۍ كې لوبه ۳ ديو په مقابل كې د خارستان ليسي په ګته پاي ته ورسيده.