کور / تازه خبرونه / د افغانستان دولت دوه تنه وزيران خوست ولايت ته راغلي

د افغانستان دولت دوه تنه وزيران خوست ولايت ته راغلي

دافغانستان دولت دکابينې دوو تنو وزيرانوخوست ولايت ته ديو لړ رغنيزو پروژو دپرانېستې په موخه راغلي چې دبيلا بيلو مراسمو په  په لړ کې يې  دخوست والي ارسلاجمال اويوشمير نوروچارواکو په ملتيا د تڼيو ولسوالۍ ددره ګې ليسې اړونده ودانۍ پرانېستله .


 دپوهني وزير محمد حنيف اتمر او د ټولګټو چارو  وزير سهراب علي سفري ته دې ولايت ته له رارسيدو سره سم تودهرکلى وشو،اولږ ځنډوروسته دخوست والي ارسلاجما ل اويوشمير نورو چارواکوپه ملتياتڼيو ولسوالۍ ته تشريف يوو ړ هلته يې دليسې په ودانۍ کې په جوړه شوي غونډه کې ګډون وکړ .


په سرکې دتڼيو ولسوالۍ ولسوال بديع الزمان صبري ميلمنوته هرکلي ووايه اوپه سيمه کې يې دبيارغونې اوپه امنيتي وضعيت رڼا واچوله .


بيا دخوست ولايت دپوهني ريس سيدعزيزاحمد هاشمي دخوست ولايت په ښوونيز څرنګوالي  هر اړخيزې خبرې وكړې ،ورپسې  دپوهني رياست اداري مرستيال محمد اکبر تڼيوال دپوهني وزير څخه دخپلو خبرو په ترڅ کې دخوست ولايت دښوونيزڅرنګوالي ددلاښه والي لپاره ديولړ مرستو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې يې دپوهني وزير پام راواړاوۀ ، وروسته خوست والي ارسلاجمال ديادو شوو وزيرانو دراتګ څخه  مننه وکړه اوپه خوست کې يې د امنيتي اوښوونيزوكارونودښه والي په برخه کې ډاډ ورکړ چې دخلکوپه پوره لاسنوي اوهېوادنۍ مينې سره پدې ولايت کې  ټولې چارې ډېرې ښې پرمخ روانې دي او خوستمېشتي اولسو نه خپلې ټولنيزې شتمنۍ په خپله ساتي ،خوست والي پخپلوخبروكې ددې ولايت په بيلا بيلو سيمو کې دغټو پلونو دجوړولو ستونزو ته په نغوتې سره وويل چې دټولګټو چارو وزارت څخه مو داهيله ده چې په دې برخه له خلکو سره دپلو نو په جوړولو کې لاسنيواى وکړي همدارازنوموړي پوهني وزيرته دخپلو خبرو په يوه برخه کې  وړانديزوکړ چې په سيمه کې ديني مدرسي جوړي کړي ترڅو داخلي طالباالعمان پکې خپلې زده کړي ترسره کړي اوپه يوه سالم چوکاټ کې وروزل شي .


غونډې ته ديو شمير ويناوالو وروسته دپوهني وزير محمد خنيف اتمر دخپلې هراړخيزې وينا په لړ کې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دجمهوري ريس حامدکرزي نيکې هيلي او احترامات وړاندي کړل اوترڅنګ يې ويل چې خوست ولايت په اسلامي معارف کې زيات پرمختګ کړی اوديوشمير ليسو دجوړيدو يادونه يي وکړه او دياد شوي پرمختګ له امله خوست والي ارسلاجمال اوخوست مېشتو ته مبارکې وويله ،نوموړي زياته کړه :(( مونږ اوتاسو ته پکا رده چې دښوونې اوروزنې په برخه کې نه ستړي کيدونکي هلې ځلې و کړو ترڅوپه سيمه کې دجهل تورې تيارې له منځه ولاړې شي او دپوهې په ترلاسه كولوسره مونږ کولی شو چې ازاده اوسوکاله ژوند ولرو ،ځکه چې دتاريخ په اوږدو کې افغانانو دهيچا غلامي نه ده منلي اوله دې وروسته به هم دتل لپاره ازاده وي نو لازمه ده چې ددې خاورې اولادونه په ديني اوعصري علومو باندي ملبس شي نو له همدې امله دافغانستان دولت پلان لري چې دهرې ولسوالۍ لپاره دوې ديني مدرسي جوړې شي چې دټولو اسانتياووڅخه به برخمنې وي ترڅو زمونږ طالب العلمان بهرنيو ملکونوته دتګ اړتيا پيدا نه کړي ))همداشان ده په غونډه کې دښوونکو اوهغوديني علما و دمعاشونو دلوړېدويادونه هم وكړه چې په ديني مدرسو کې ښوونه کوي اوويې ويل چې ديني علمانوته به دلسو زرو څخه تر دوولسو زرو پوري معاش ددولت لخوا ورکول کيږي .


په پاى كې ددره ګې ليسې اړونده وداني دپټۍ په پرې کولو سره پرانستل شوه .


دغه ودانۍ چې دپې ارټي لخو ا ديو لک پنځه ديرش زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوي د٢٠ په شاوخوا کې اداري او درسي خوني لري همداراز ددې ترڅنګ په دغه ولسوالۍ کې دلا غوړي ، بنده خيلو ، ګربزه صحرا او للمي کوټکيو دسيمودهلکانواونجونو لپاره دبېلابېلو ښوونځيو دبنسټ ډبري په اېښودلوسره يې نن چارې هم پيل شوي .


ديوبل خبر له مخې دپلازمينې  کابل  څخه راغلو وزيرانو د خوست والي ارسلاجمال په ملتيا داسماعيل خيلو اومندوزيو په ولسوالۍ کې ديوې ديني مدرسې دبنسټ ډبرې دکيښودو ترڅنګ دښوونځۍ  اودډاډوالو دپله پرانيسته ته هم وکړه
هغه غونډه چې دخوست ولايت داسماعيلو خيلو اومندوزيو ولسوالۍ اړوند دحيدر خيلو دمحمد صديقي روهي ليسې په انګړ کې جوړه شوي وه پکي په يادو شوو وزيرانو سربيره دسيمې ولسوال دولت خان قيومي اوقومي مشرانو برخه اخيستي وه په پيل کې ولسو ال دولت خان قيومي   ورغلو وزيرانوته هرکلي ووايه او په سيمه کې يې په امنيتي او ښوونيز بهير رڼا واچوله اودخپلې سيمې اړوندې ستونزې اومشکلات يې دوی ته په ګوته کړل او دستونزو دله منځه وړلو لپاره يې دهغو څخه دهمکارۍ غوښتنه وکړه ورپسې  دپوهني وزير محمد خنيف اتمر خبري وکړي او ښوونځيو اودمدرسې دبنسټ ډبرې دکيښودلو له کبله يې خوست مېشتو ته مبارکي وويله اوترڅنګ يې دخپلې وينا په لړ کې زياته کړه چې ٥٠ نور ښوونځي اومدرسې به په راتلو نکي کال کې په دخوست په بيلا بيلو سيمو کې جوړې شي چې په مدرسو کې به دديني علوموترڅنګ عصري علوم هم تدريس کيږي اوپه دې ترڅ کې يې له خپلو ديني علمانو غوښتنه وکړه چې په ديني مدرسو کې خپل تدريس اودخپل اولار=دونو روزني ته په درست شکل سره دوام ورکړي اوهمداراز يي دسيمې په قومي مشرانو عږ وکړ چې دخپلو ښوونځيو دينو مدرسو څخه ساتنه وکړي  له غونډې وروسته دمحمد صديقي روهي ليسې  اړوند دنجونو دښوونځي دنوي ودانی دپټی په پري کولو سره پرانيستل شوه چې دغه ودانی ٢٠خوني لري ديونيم لکوډالرو په قيمت دپي ارټي لخوا جوړه شوي چې له يادې پرانيسته وروسته دحيدرخيلو دديني مدرسي دبنسټ ډبره هم کيښودل شوه دغه مدرسه چې په دوه نيم جريبه ځمکه کې جوړيږي اود ٢٢ خونو په درلودلو سره به دلېليي او پخلنځي اسانيتاوي به هم ولري او د پي ار تي لخو ا به پري ١٧٥ زره ډالر ولګول شي چې کار به يي په دريو مياشتو کي سر ته ورسيږي دمراسمو په دريمه برخه کې دنوموړي ولسوالۍ دډاډوالو سيمي پل  دټولګټو چارو وزير سهراب علي سفري لخوا دپټي په پري کولو سره  ګټي اخيستني ته وسپارل شو ده دپټي پري کولو پرمهال وويل چې په  ددوه منده ولسوالی کې به ورته پل دشمل دسيند دپاس جوړشي  چې ٨٤٠ چې اته لکه څلويښت زره ډالره ورته منظورشوي او کار  به يي ژر پيل شي خو ديادوني وړ ده چې  دډاډوالو پل د پي ارټي لخو ا ٣٢٠دري لکه شل زره ډالرو په  لګښت جوړشوی  چې ١٠٢ متره اوږدوالی اوڅلورمتره سور لري  چې دشپږو مياشتو په موده کې يې چاري بشپړې شويدي