کور / تازه خبرونه / خوست ته د پوهنې او ټولګټو چارو وزيرانو سفر وکړ

خوست ته د پوهنې او ټولګټو چارو وزيرانو سفر وکړ

د افغانستان د پوهنې او ټولګټو چارو  وزيرانو ، خوست ته  د خپل سفر پرمهال  يو  پول او د دوو لېسو جوړې شوې ودانۍ پرانېستې  .
نوموړيو  په خپل سفر کې چې د خوست والي ارسلا جمال او يو شمېر نورو دولتي  چارواکيو يې ملتيا  کوله په تڼيو کې د هلکانو لېسه او په اسماعيل خيلو کې دحيدرخيلو د نجونې لېسې ودانۍ چې هر يو يې شل خوني لري پرانسنتې


دپوهنې وزير اتمر جوړې شوی غونډې ته وويل چې په روان يوه كال كې يې د خوست هغه ښوونځيو ته چې تر دی مهاله يي ودانۍ ندر لودې   له اتياو زياتې ودانۍ جوړې كړې.
همداشان  ياد شوي پلاوي په  اسماعيل خيلو ولسوالۍ کې  يو پول  چې  يوسلو شپېته متره اوږدوالى  اود پلي لارو په  ګډون  ٦متره سور لري پرانست چې په  خوست کې  د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا ددرې سوه شل زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى 
جوړی شوي غونډې ته د ټول ګټو چارو وزير علي  سفري وويل چې سږ کال په خوست کې تر١٢٠ کيلو مترو زيات سړک په پاخه او اساسي توګه جوړ شوی او څلوېښت ورځې وروسته به د خوست او ګردېز ترمنځ  د  يو سل لس كيلومتره لويې لارې  د اساسي جوړولو كار هم پيل شي.
د ده په خبره ، چې په ياده  پروژه باندې به   نهه شپېته  ميليونه ډالر ولګول شي.
سفري  وويل چې  دخوست په دوو مانده ولسوالۍ کې به هم په نږدې راتلونکې کې دشپږ سوه او شپېته زره ډالرو په لګښت يو پول جوړ شي چې د خوست ولايت لري پرته ولسوالۍ سپېره او زياتې نورې سمي به له مرکز خوست سره ونښلوي .