دباغ پل اوسپين بولدك دځانمرګيوبريدنوعاملين ونيول سول

حاجی پوپل | فبروري 21st, 2008


دكندهاروالي اسدالله خالدنن اعلان وكړچې دسيداحمدپه مشري يې هغه او اوكسيزه ډله نيولي ده چې دباغ پل اوسپين بودلدك والسوالي خونړي ځانمرګې بريدونه يې پلان كړي و.


نومه وړي زياته كړل چې امنيتي ځواكونودولسي خلګوپه مرسته لمړي دارغنداب والسوالي اوسيدونكي سيداحمدچې دبريدونومشري  يې په غاړه وه نيولي اوبيايې دكندهارپه بيلابيلوبرخوكې شپږتنه نورملګري ونيول سول .
خالدزياته كړل چې هڅه كوي ترڅودپيښونورعاملين هم ډيرژرونيسي


ښاغلي خالدپه داسي حال كې ددغوځانمرګيوبريدونودعاملينودنيول كيدوخبروكوي چې په كندهاركې دتيروورځوخونړيوځان وژونكوحملودخلګوسخته غوسه راپارولي اوله دولت څخه غوښتنه كوي ټول عاميلين دي يې ونيسي

Copyright Larawbar 2007-2024