کور / خبرتیا او پيغامونه / د مورنۍ ژبي نړيواله ورځي په اړه د لراوبر ويبپاڼي پيغام !

د مورنۍ ژبي نړيواله ورځي په اړه د لراوبر ويبپاڼي پيغام !

د لوی او بخښونکي خدای په نامه


 


د مورنۍ ژبي د نړيوالي ورځي په مناسبت  په کابل کي  د ( په مورنۍ ژبه زده کړي د هر چا حق دی ) تر سرليک لاندي غونډي ته د لراوبر افغانستان ويبپاڼي پيغام !


 


پر دې به نور نه ږغېږو چي په مورنۍ ژبه  زده کړه او بيا په ټول ژوند کي  په مورنۍ ژبه دژوندچاري مخته بېول د هر انسان طبعي حق دی ، دا خبره  لا  پخوا په ټوله نړۍ کي منل  سوې او عملي سوې ده .


 


د لراوبر ويبپاني اداره د نننۍ غونډي له مشرتابه او درنو برخه والو څخه هيله کوي چي په دې  غونډه کي پر دې ډير بحث وکړي چي په لر او بر افغانستان کي ياني د ډيورنډ د بدنامي کرښي پر دواړو خواوو  د مېشت اويا مليونه پښتون قام  پر  روا حقونو چا خېټه اچولې ده چي  معصومو بچيو ته يې د هغوی طبعي حق نه ورکول کېږي  او پښتون قام بايد ددې حق د ترلاسه کولو لپاره څه وکړي؟


 


د لراوبر ويبپاڼي اداره د  پوهني  او لوړو زده کړو  وزارتونو له درنو وزيرانو څخه په کلکه غوښتنه کوي چي د هيواد اساسي په پلي کولو کي دي خپل مسوليت ادا کړي او  ډير  ژر  دي  د افغانستان غوڅ اکثريت  پښتون ولس بچيانو ته دي په ښوونځيو او پوهنتونونو کي د هيواد په لومړۍ ملي او رسمي او دپښتون قام د بچيانو په مورنۍ ژبه د زده کړي اسانتياوي برابري کړي .


 


موږ دغه ډول د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي څخه په کلکه غوښتنه کوو چي  د افغانستان د پښتني ولايتونو د زده کوونکو ، محصلينو او استادانو له ستونزو او کړاوونو څخه دي  ځان خبر کړي او په دې برخه کي  ډير ژر عملي ګامونه پورته کړي  .


 


موږ د هيواد په پلازمېنه کي د مورنۍ ژبي په اړه دداسي پرتمي غونډي جوړېدل پر نېک پال نيسو او له خدايه تاسو ښاغليو ته د سترو برياليتوبونو غوښتنونکي يو .


  



يو مي سوال جواب د قبر په پښتو کړې


            يو لحد پر کــــــــــــــــــــــــندهار در څخه غواړم   ( جهاني)


 


عبدالله احسان


د لراوبر افغانستان د ويبپاڼي چلوونکئ


۲۱    فبروري  ۲۰۰۸