کور / تازه خبرونه / د لويي جرګې په خېمه کي د مورنۍ ژبي د ورځي نمانځنه کيږي

د لويي جرګې په خېمه کي د مورنۍ ژبي د ورځي نمانځنه کيږي

موږ د خپلو بچيو لپاره په مورنۍ ژبه د زده کړو برابرول غواړو !


د ۲۰۰۸ میلادی کال د فبروري ۲۱ نیټه د یونسکو د نړیوالې موسسې له خوا د مورنۍ ژبې د ورځې په نوم نومول شوې ده. نو له همدې کبله تاسو ته په ډیر درنښت بلنه درکول کیږي چې په هغه نمانځغونډه  کې د ګډون ویاړ را په برخه کړی چې عنوان یې دی: ( په مورنۍ ژبه زده کړې د هر چا حق دی) او په همدې ورځ د کابل ښار د لویې جرګې د خیمې په تالار کې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې له خوا نمانځل کیږي.


هیله ده چې د خپلو لسو ملګرو په ملتیا سره یو ځای په دې مبارکه غونډه کې ګډون وکړی .


وخت : دپنجشنبې ورځ، د ۱۳۸۶ د کب دویمه او د ۲۰۰۸ د فبرورۍ ۲۱ نیټه د ماسپښین یوه نیمه بجه


ځای : د لویې جرګې خیمه، د کابل پولي تخنیک پوهنتون تر شا



نوټ : زموږ هغه ګران هیوادوال چې د هیواد څخه بهر اوسیږي کولای شي چې د خپلو پیغامونو په وسیله په نوموړې نمانځغونډه کې برخه واخلي او خپل پیغامونه افغان بریښنا  پاڼو او یا هم د جرګې غړو ته د ایمیل له لارې را ولیږي.  
 
په درنښت


د افغان کلتوري ټولنو جرګه