کور / هراړخیز / شیرشاه سوري : دیووالې په لور دافغانانو بلونکی ( ۸)

شیرشاه سوري : دیووالې په لور دافغانانو بلونکی ( ۸)

 شیرشاه سوري :   دیووالې په لور دافغانانو بلونکی
اتمه  برخه :

 پرلپسې ۱۲مه
د رهتاس راجه  هرکشن دخپلې  لور شهزادګۍ ګنګا  د تر لاسه کولو ددریمې  مقابلې  له پاره  ځان تیار کړې و ، د رهتاس دکلا نه بیرون   په  هغه  پراخه  میدان کې  چې پخوا  تر دې  په کې دشهزادګۍ  د تر لاسه کولو  له پاره   لمړۍ او دویمی مقابلې تر سره  شوې  وې  هملته  دشهزادګۍ ګنګا  د تر لاسه کولو  دریمې  مقابلې له پاره هم  ځاې  ښایسته کړل شوې و .   هلته دپخوا  په څیر  د خلکو  ډیره  زیاته ګڼه ګوڼه  وه ، دخلکو  څخه  په  ډیر  لږ واټن کې  یی  څلور  اوږده   باڼسونه  ښخ کړې و، اوبیا  یی  د څلور واړو  پورته  سرونه سره  را ټول   او تړلی و ، اوبیا یی د همدې  څلورو  باڼسونو په سر  باندې  یو بل ډیر اوږود  باڼس  تړلې  و. بیا یی ددې باڼس  په سر باندې  یو  بادې  مرغ شکله  انځور  جوکړې  و  ، اوشرط  یی دا ایښودې و  چې  هر هغه  برخه اخستونکې  چې  د امرغ  شکله انځور  وولې او ویی  څرخوي  نودهمغه  بریا به ثابتیږي .
په همدې توګه پریکړه  شوې  وه  چې هر هغه څوک  چې په دې  مقابله کې  برخه  اخلی  نو هغوې ته  به د پنځو په ځاې  درې غشی ورکول  کیږي . دا  ځل هم د غشو  د ویشلو له پاره د راجه  هرکشن  وزیر  چورامن  ټاکل  شوې و . او راجه هرکشن د خپلې  لور  شهزادګۍ ګنګا او دخپلو  رانیانو  او دوستانو سره  هملته  په هغه  پورته  اودنګ  د لرګیو  څخه  جوړې  شاه  نشین  باندې  لکه  د پخوا  په څیر دکیناستو له پاره  ور روان و .
لږ وخت  وروسته  راجه  هرکشن  دخپلې لور شهزادګۍ ګنګا  او رانیانو سره یو ځاې  را څرګند شو.  اوبیا په   نوبت  سره   په همغه  شاه نشین باندې  وخوت  . په شاه نشین د پاسه  شهزادګۍ  ګنګا د خپل پلار  سره یو ځاې  کیناسته اوبیا  یی خپل پلار ته وویل :
پلار جانه !  زه نه غواړم  په دې  شاه نشین  باندې کینم  ،  زه غواړم  چې هغه نقاب پوشه  چې نه یی نوم پیژنم  اونه یی  په اړه  نور څه معلومات  را ته شته   چې دکومه  ځایه راځي ، دکومو زمکو پورې  اړوند دې  ، دکومې  قبیلې  څخه دې  ، په داسې حال کې  چې هغه زما   د ترلاسه کولو  دوه پخوانۍ مقابلې هم ګټلې دي ، نوکه چیرې هغه دا  مقابله  بایلي  هم  ، نو بیا به هم  فتح او بریا د همغې وي ، نوپه دې خاطر که د مقابلې دا برخه   جوړه کړل شي او که  جوړه نه کړل  شي ، نو هغه  نقاب  پوشته  زما د ترلاسه کولو  مقابلې ګټلی دی. پلارجانه  !  کیدې  شې  چې هغه د پخوا  په څیر زموږ  سره  د خبرو کولو اویا دخپلو کوائفو دلیکلو پرته  له دې  ځآیه  ولاړ شي . نو په دې خاطر   زه د هغه سره د خبرو کولو له پاره  هملته  لاندې  دریږم او په شاه نشین باندې نه کینم . هملته  به دخپل وزیر  چورامن  تر څنګ  و دریږم . تر څو په مقابلې کې د برخې اخستلو وروسته  کله چې هغه دخپل ادرس  د ښوولو  او دخپل  مخ او څیرې د ښکاره کولو پرته  ځی  نوزه  به دهغه سره  خبرې وکړم ، دهغه  د آس  واګې  به و نیسم  او  ورته به  ووایم  چې تا  زما د ترلاسه کولو د مقابلو  دریم پړاو  هم  ګټلې نو په دې اساس  اوس  راته  خپل  ځان را څرګند کړه .
راجه  هرکشن دخپلې  لور  شهزادګۍ ګنګا  ددې خبرو په اوریدو سره ډیر زیات خوشحاله شو اوبیا یی خپلې  لور ته په ډیره مینه اوشفقت سره وویل :
ګوره  لور جانې ! تا ته  بلکل  په دې اړه  اجازه ده . دا ځکه  چې دا همستا د  تر لاسه کولو مقابلې دي . ته اوس  هر کار  چې و غواړې  دخپل طبیعت او خپلې خوښې  په مطابق یی کولې شې ، او  هو !  ستا دا پریکړه هم  سهی ده   چې که  هغه نقاب  پوشه دا دریمه مقابله  بایلي  هم نو بیا هم هغه  ستا د تر لاسه کولو د مقابلو ګټونکې  او ستا د ژوند د ملګرتوب   حق لري . که چیرې ته غواړې دهغه سره خبرې وکړې او ته په دې ویریږی  چې  هغه به ستا سره دخبرو کولو پرته  بیرته ستون  شي  نو ته بیا همدلته د چورامن تر څنګ  کینه . کله چې  هغه  په مقابلې کې دبرخې اخستونه  فارغه  شي  نوبیا  ورسره  خبرې وکړه  ، ددې خبرو وروسته  راجه هرکشن  هملته په شاه نشین باندې  کیناست  خو شهزادګۍ  ګنکا  ترې  را ښکته او د وزیر  چورامن  تر څنګ کیناسته .
دلږ ځنډ وروسته  د شهزادګۍ ګنګا د تر لاسه کولو  له پاره د مقابلو  دریم پړاو  پیلیدونکې و . دا  ځل  بیا هم  د مخکې په څیر   د راې سین د راجه  زوې  سانول   داس د نښې  په ویشتلو پیل  وکړ  ، سانول  داس  دراجه   چندرمل  وزیر   چورامن  ته  ورغې ،دهغه څخه یی  درې غشی را  واخستل  او بیا  د باڼس  په  سر  کلک کړل شوې   انځوریځه  مرغه  یی   په نښه  کړ  اوپه هغه  ځاې کې  چې ورته  د نښې ویشتلو له پاره  ټاکل شوې   ودرید. هغه  بیا بیا  خپل  درې واړه  غشي  وویشتل  خودهغه  یو غشی  هم  په  هغه  مرغه  و نه  نښت .
دویم  نوبت  د  میواړ  د راجه   دزوې   شهزاده  سورج مل  راغې .  هغه هم  درې واړه  غشي و ازمایل  خویو یی هم په نښه و نه  لګید. دریم نوبت  د کالنجر د  شهزاده   سور داس   و . هغه هم  درې  واړه غشي  هسې  بیکاره کړل  ، ددوې وروسته د   ځایي  خلکو نوبت  راغې  ، په هغوې  کې هم هر یو نښه ویشتونکې   خپل  بخت  و ازمایه   خوهیڅ  یو  یی  هم دهغه  مرغه په ویشتلو   او په هوا کې د هغې  په  څرخولو     بریالی نه شول .
د پخوا په څیر  کله  چې  هغه وروسته نښه ویشتونکې  خپل  بخت    واز مایه  ، نو په همدې وخت کې هغه نقاب  پوشه   دنښې  ویشتلو ځاې ته راغې . د خپل تور  رنګه آس  واګی   یی را ښکودې  ، اس  یی لکه دپخوا په څیر و شنړید   او په هوا کې د الف  په  شکل و درید.  نقاب  پوشه  ځوان   ترې  په یوه ټوپ را ښکته شو    ، آس  یی هملته پریښود  او پخپله د  لرګیو  د شاه نشین لاندې  ناست  وزیر  چورامن  ته ورغې .  دچورامن  سره  نژدې  ناستې  شهزادګۍ  ګنګا  هغه تور  رنګه  نقاب  پوشه  ځوان  ته په ډیر غور  سره وکتل  اوتر  ډیره وخته پورې د هغه  په لیدلو  کې  ډوبه  وه .
کله چې  هغه نقاب پوشه  نژدې راغې  نو وزیر چوران   ورته  درې  غشي  ورکړل  ،  خو هغه نقاب پوشته   درې  واړه  غشي  را واخستل  ،  په خپل  لاس  کې یی واړول  را واړول  ، د ټولو غشو  جایزه  یی واخسته ، بیا یی دهغوې  څخه دوه  غشي بیرته  چورامن  ته  ورکړل  ، دهغه  په دې کار  چورامن   ډیر  حیران  شو او  ورڅخه  یی  وپوښتل :
ګوره  اجنبي !  ته ولې  دغه درې واړه  غشي  نه ازمایی . پخپله خپل  ځان  د  خپلې  حقه برخې څخه  بې برخې  کوې . په  مقابله کې برخې اخستونکو ټولو نښه ویشتونکو  درې  درې  غشي  استعمال کړی دي . خو دټولو  بدقسمتی  وه  چې  یویی  هم  هغه  بادنما  مرغه  په  غشی و نه ویشت .  ګوره  اجنبی ځوانه ! دا ډیر ستونزمن کار دې . زه تاته   مشوره درکوم   چې  درې واړه غشي  واخله  ،ځکه   چې ددې نه مخته  دې د شهزادګۍ ګنګا د تر لاسه کولو  له پاره  دوه  مقابلې  ګټلې  دې  اوکه  چیره دریمه  مقابله هم وګټې  نوبیا به ستا د شجاعت،  ستا  د بهادرۍ  ، ستا  د جرئتمندۍ  او نښې ویشتلو  ځواب  نه وي .
دهغه  په دې خبره هغه  اجنبی  نقاب پوشه  په  حرکت کې راغې ، خپله خوله یی  چورامن  ته ور  نژدې کړه  او ورته  یی وویل  چې ګوره  چورامنه ! زه  یو قسمت خوړلې  انسان یم . درې  غشی  نه ازمایم ، زه به همدا  یو غشې  اخلم  او تاته  ډاډ  درکوم   چې  زما دغه  یوغشی  به  ددغه بادنما   مرغه  له پاره  کافی  وي ،خلک  چې زما نښه ویشتل  ووینی  نو ټول  به  حیران  پاته شي ، هغه ددې خبرې سره سم یو  غشې  را پورته کړ  اودهغه  ځایه  شاته شو .
په دې وخت کې  شهزادګۍ ګنګا د خپله ځایه را پورته شوه او د  راجه هرکشن  د ساتونکو څخه یوه ته راغله ، هغه  یی ځانته را وباله ، ساتونکې  هم په یوه منډه  هلته راغې .  کله چې هغه شهزادګۍ ګنګا ته را ورسید نو   شهزادګۍ  ورته وویل :
ګوره  ! ددغه نقاب  پوشه  اجنبی آس  د قیضې  څخه و نیسه او  د شاه نشین  په لور  یی راوړه . خو ګوره   ، که دغه  اجنبی  زما  سره د خبرو کولو پرته  او یا دخپل  ځان  اونوم د ښوولو  پرته  ددې ځایه  ولاړ نو ته دهغه  شاته ولاړشه ، هغه تعقیب  کړه  او دا  را ډاګیزه  کړه  چې  دې  دکومه ځایه راځی  ، نوم یی  څه دې  اوولې ماته خپل  ځان  را  برسیره  کوي  ،  دشهزادګۍ د حکم سره  سم هغه  ساتونکې  هم په حرکت   راغې  اودهغه نقاب  پوشه  اجنبی  آس  یی  د شاه نشین   لورې ته یوړ .اوهملته یی  و دراوه .
دغه  اجنبی نقاب پوشه  یو غشې  له ځانه سره واخیست  او  هغه ځاې کې  و درید چې دباڼس  دپاسه  نښلول  شوې   بادنما  مرغه  په کې  په نښه  کیده  .  هغه د  خپل غشي د ویشتلو  له پاره په زمکه کیناست ، خپل یو زنګون  یی په زمکه  کیښوده  او بل  یی  نیغ  ودراوه ، بیا یی خپل کمان  سنبال کړ  ، تیر یی په کې ننویست ، تر ډیره پورې یی   نښه  تر سترګو نیولې  وه ، بیا یی خپله ساه و دروله  اوخپل غشې یی په نښه ور پریښود. دهغه  غشې  په  هماغه  بادنما مرغه  باندې  ونښت  او هغه  یی په ډیره  تیزۍ  سره و څرخاوه .
د اجنبی  د نښې د لګیدو  سره سم  خلکو  په میدان کې د خوشحالۍ  چغې  جوړې کړې . هرې  لورې ته خلکو  ټوپونه  وهل  ،خپل کالې  یی په هوا کې   پورته پورته  غورځول  او دغه  نقاب پوش ته یی مبارکۍ  ویلې .
دغه نقاب  پوشه  ځوان  ددې نښې  د ویشتلو وروسته  ،  خپل کمان   په خپله  شا و تاړه ، او په ډیره بیړه  دهغه  ځایه  را پورته  شو، دشاه نشین په لور راغې   اوخپل آس  یی واخست . تر دې وخته   پورې  شهزادګۍ  ګنګا هم دخپله  ځایه  را پورته شوې  وه   او ددې  اجنبی نقاب  پوشه   څنګ  ته  راغلې وه . خو   د رهتاس  راجه هرکشن   اودهغه  رانیانې   تر اوسه  هملته په شاه نشین  باندې  ناست وول . اجنبی  هم په  ګړندیو قدمونو  سره  خپل آس ته  ورغې  او هلته ودرید،خوکله  یی چې   د آس  واګې  واخستې  نو په دې وخت کې  شهزادګۍ  ګنګا  په ډیره مینه   او نرمه ژبه  ورته  وویل :
اې  اجنبی  !  ته خو ډیر  دښه قسمت خاوند یی  چې تا  زما د لاسته  راوړ و  درې  واړه  مقابلې وګټلې . اوس  ته زما حقدار   یی.  اوس   یوازې  ته  زما  په  جسم  باندې  حق  لرې . ګوره  ! مونږ  راجپوتان یو او  زمونږ د راجپوتانو  روا ج   دادې  چې هر څوک  چې  د شهزادګۍ   دلاسته راوړو  درې  واړه  مقابلې  وګټی  نو هغه  څو  ورځې  بیا  په راج محل کې د شهزادګۍ  سره  پاته کیږی . نو په دې  خاطر  زما د ترلاسه کولو ددرې  واړو  مقابلو  د ګټلو نه  وروسته  چې اوس  دمقابلو  پایلو او  حالاتو  زه  تا ته  حواله کړې  یم ، نو د راجپوتانو  د رسوماتو په مطابق  به اوس   ته   په راج محل کې له ماسره  قیام کوې  ، ددې قیام تر مخه ، ایا کولې  شې ماته خپل نوم  را وښایی . او دخپل مخ او  څیرې  څخه نقاب  پورته کړې   تر څو  زه ستا په څیر  د یوه زړه  ور  نښه  ویشتونکې    مخ او  څیره  ووینم . او ستا دښځې  کیدو تر مخه  لږه  تر لږه   په دې خبره شم چې  زما محبت ، او زما دغوښتنو اوهیلو حقدار  څوک  دې .  تر دې ځایه دخبرو وروسته  شهزادګۍ ګنګا  غلې  شوه ، خود بله  اړخه  ورته هغه   اجنبی نقاب پوشه  هم  چپه  خوله  ولاړ و .  په دې وخت کې  شهزادګۍ  ګنګا  یو ځل  بیا  ورته  په ‌ډیره  خوږه  ژبه   وویل :
 اې مهربانه ا و فاتحه  اجنبي ! تا ماته  زما ددې ټولو خبرو هیڅ  ځواب  را نه کړ ، دهغې  په دې خبره  هغه  اجنبي په ډیره ټیټ اواز  سره  وویل : ګوره  شهزادګۍ  ! که زه ستا ددې   ټولو  خبرو ځواب  درنه کړم  نو بیا . ددې اجنبي په دې ځواب  باندې شهزادګۍ ګنګا  په زړه ماتې  لهجې سره وویل : نو ته ولې ماته  زما  دخبرو  ځواب  نه  راکوې ؟  خلک خو د شهزادګیو  د ترلاسه  کولو  د دریمځلې  مقابلو  دګټولو  سره سم د خپلې  خوشحالۍ اوخپل نصیب  په اړه  ډیر پورته  خیالات اوفکرونه لري ، او غواړې  چې  شهزاګۍ  ورسره  د یوې  لمحې  له پاره  که  هم  وې  خبرې وکړې . ته څه ډول  اجنبی یی  چې زما د خوږلنی  نه ډکو خبرو   ځواب  هم نه شې  راکولې .
اې اجنبي !  زه دومره  ښایسته ، حسینه  او  زړه  وړونکې  پیغله یم  چې  هر څوک  مې د وصل  غوښتونکې  دي ، خو څرنګه   چې تا  زما  د ترلاسه کولو  دریمې مقابلې  هم  ګټلې  دی  نو زه په ډیره خوشحالۍ خپل  وجود  ، خپل روح  او خپل  هر څه له تا  ځاروم. اوخپل هر څه  تا ته  حواله کوم . وایه  ته په دې اړه  څه وایی ؟ ددې خبرې  د اوریدو سره سم هغه  اجنبې دخپل  اس  واګې  کلکې  کړې  او په یوه ټوپ  په اس   ور سپور شو  او بیا  د تللو  په وخت  کې  یی شهزادګۍ  ته   وکتل   او دپخوا په نسبت  په لږ څه لوړ اواز  یی  په ډیره  غصه او قهر  ورته وویل :   شهزاګۍ ګنګا   !  زه  له تانه  کرکه کوم ، زه  تا  سره  مینه نه کوم . ددې خبرو سره سم  یی  خپل  آس  ته لغته  ورکړه  او  په  ډیره  ګړندۍ  توګه  د هغه ځایه  ووت .
د دې اجنبی  ځوان    د خبرو په اوریدو سره  شهزادګۍ ګنګا  په ډیره  ناخوالۍ  او حسرتونو سره ، دغمونو په بهیر  کې  ولاړه پاته شوه . په  همدې وخت کې  یی د راجه هرکشن  ساتونکې ته اشاره وکړه  ، د اشارې  سره  سم هغه ساتونکې  د دې نقاب  پوش  اجنبی  تر شا  و لاړ تر څو دهغه راز  ځانته  معلوم کړي ، تر څو  وپوهیږې  چې هغه څوک دې  ، دکومه ځایه راغلې   او  چیرې  درومي ؟  تر دې وخته  پورې  راجه هرکشن  هم دخپل  شاه نشین  څخه را کیوتې و . هغه دخپلې لور  شهزادګۍ  ګنګا  څنګ ته راغې ،  ودرید او هغې ته  یی تسلي او تشفی ورکړه  او بیا یی ورڅخه وپوښتل هغه دخپلې لور  شهزادګۍ  ګنګا  څنګ ته راغې ،  ودرید او هغې ته  یی تسلي او تشفی ورکړه  او بیا یی ورڅخه وپوښتل :
ګوره  شهزادګۍ لورې  !  هغه  نقاب  پوشه  ستا د ترلا سه کولو درې واړه  مقابلې  وګټلې ،اوس  هغه له  تاسره د واده کولو  حقداره  دې . او    د ښځې  په څیر تا  د خپله ځانه سره کول  هم  دهغې  حق  دې . دا  چې تا دهغه سره خبرې  کړی دې  نو ماته هم ووایه  چې هغه  له تاسره   څنګه ژمنه وکړه . دهغه په دې خبره  شهزادګۍ  ګنګا   په ډیره غمژنه   لهجه  وویل :
پلار جانه ! ما دهغه څخه د  هغه دنوم  اود هغه د ځاې  د  معلومولو  هڅه وکړه   خو هغه ډیره  حیرانونکې ځواب  راکړ ،هغه  په خپل  آس  د سپریدو وروسته   همدومره وویل  چې  هغه  ما  نه خوښوي ، ددې خبرې  سره سم یی خپل  اس   په  ځغاسته کړ او ددې ځایه ولاړ . خو ما ستا یو ساتونکې دهغه  پسې وروسته ور ولیږه  تر څو هغه  پرې  ځان خبر کړې   چې دا اجنبی دکومه ځایه راغلې  ، او دکوم ځای  اوسیدونکې دې  او اوس  چیرې  روان دې . دهغې په دې خبره  راجه  هرکشن  په ډیره  عجیبه  توګه  ترې و پوښتل :
ګوره لورې ! دا  اجنبی   خو  ډیر عجیب  انسان  ښکاري ، هغه په دومره  ستونزمنه توګه  ستا دترلاسه کولو  دا درې واړه مقابلې وګټلې ،خو زه په دې   ډیر حیران  یم  چې  هغه  ستا  ددریمی مقابلې د ګټلو نه وروسته  بیا هم ستا لورې ته کوم  رغبت  او میلان  و نه کړ . خلک خو زما د شهزادګۍ  د کتلو  ارمان کوي  خو دا اجنبی  له تا څخه د خپلې  ناراضتیا خبره کوی ، خوګوره  لورې !  تا  ډیره ښه وکړل  چې یو ساتونکې دهغه  تر شا  و  استاوه  تر څو هغه  معلومه کړې  چې  دا نقاب پوشه  څوک دې ،دکومه راغلې او  چیرته  ستنیږي ، اوس   راځه  لوري   چې د راج محل په لور ولاړ  شو .   هلته ولاړ  نور خلک هم خپلو خپلو کورنو ته روان  شوي   ، په دې اساس  راجه هرکشن  ، شهزادګۍ ګنګا  او رانیانې   دخپلو نورو دوستانوسره یو ځاې د راج محل  په لور ولاړل .
پرلپسې لري ….