کور / کره کتنه / د پکتياپېژندني پر سيمينار نقد او ځوابيه (سپيناوﺉ)

د پکتياپېژندني پر سيمينار نقد او ځوابيه (سپيناوﺉ)

لراوبر ته د پکتیا پېژندنه که پکتیا شرمونه !؟  تر سرليک لاندي يوه انتقادي ليکنه د ښاغلي جمال الدين اصف خېل په نوم يوه لوستونکي رالېږلې ده ، لراوبر ته تر دې مخکي د نوموړي سيمينار د ستايني ليکني او پيغامونه هم ورسېدل ، چي د غونډي د انځوريز راپور سره خپاره سوي دي ، لراوبر دا نيوکه په راتلونکي کي پکتيا ته د ښه ترا پاملرني په موخه خپروي ، که نور لوستونکي ددې نيوکي په اړه څه ويل غواړي مخامخ دي له ليکوال سره اړيکه ټينګه کړي niazullah_aseel@yahoo.com

یوه ورځ د عامې روغتیا ریاست مخې ته روان وم ددېوال په سر مې یو اعلان وليده چې د اوښتون د ټولنې له خوا د پکتیا پېژندنې د سمینار د جوړېدو خبر تیا پکې خپره شوې وه کله چې مې اعلان ولواسته خدای حاضر دی چې ډېر خوشحاله شوم  اود   خوښی احساس مې  ځکه ډېر زیات وکړو چې د پکتیا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره علمي سیمنار نه و جوړ شوی که د حقیقت په سترګه ورته وګورو رښتیا چې د پکتیا لپار ه لوی کار و ا و د پکتیا د کلتوري او ادبي هڅو لپاره د پام وړ لاس ته راوړنه وه . کله چې به   د اوښتن ټولنې غړو سره مخا مخ شوم پوښتنه به مې ترې کوله چې کله د پکتیا پېژندنې سیمنار جوړيږي د یو کال ځنډ او انتظار وروسته خبر شوم چې د تلې په دېرشمه د جمعې په ورځ د پکتیا پېژندنې علمي سمینار جوړیږي خو د سمینار د موضوعاتو په اړوند مې معلومات نه درلودل او ما فکر کاوه چې ګویا علمي سمینار دی نو سکالو ګانې به يې خا مخا علمي وي او د پکتیا په اړوند به پکې څېړنیزې ، علمي مقالې او ليکنې لوستل کیږي او د  اوښتون ټولنې له خوا هم د سمینار ټول توکې د سمینار تر ورځې پورې  پټ ساتل شوي وو .که څه هم ددغه سمینار لپاره یو کال تیاری نېول شوی ووخو هغسې چې لازم وو  سمینا نه وو که د پکتیا تاريخي ،شالید او ارزښت  ته وکتل شي د پکتیا په تاريخ او پېژندنه کتابونه لیکل کیږي راځو خپلې اصلې موضوع ته لومړی خو داچې دداسې یوې تاریخي سیمې د پېژندنې لپاره يوورځنى علمي سمیناراو غونډې جوړول چې د سمینار نوم سره یې تړاو نه درلوده په خپله سمینار او پکتیا ته سپکاوی دی کله چې مې د ګډونوالو څرګندونې په رسنیو کې واورېدې او د ځینو علمي شخصیتونو څخه مې واورېدل د پکتیا پېژندنې سره ددغسې سمینارونو جوړول ټولو پکتیا والو او د پکتیا د تاريخ سره لویه جفا يې ګڼي دی دغسې سمینار جوړولو د پکتیاوالو سره لویې اندېښنې پیداکړي اوزیاتو خلکو غوسه یې را پارولې او د پکتیا ډېری فرهنګیان او نظر خاوندان په دې عقیده دي چې د پکتیا پېژندنې سمینار د پکتیا د ګټو لپاره نه بلکې د بعضو شخصی ګټو او د پکتیا د ګاونډیو ولایتونود ځینو حلقو له خوا چې نه غواړې د پکتیا تاريخی هویت و ساتل شی پلان او جوړ شوی ووچې ښه بېلګه یې خپلو دوستانو او شریکانو ته د مقالو او ویناوو سپارل و د سمینار یوه بله تشه چې یاد  ول يې اړین بولم داوه چې د پکتیا د فرهنګیانو او نظرخاوندانو او د خلکو استازو سره پکې هېځ مشوره نه وه شوې او د ولایتي شورا غړو ، دپکتیا پوهنتون استادانو اود پکتیا نورو علمي شخصیتونو ته پکې برخه  نه وه ور کړ ل شوې  . که چېرې د انډيوالی پاللو سمینار نه وی نو ولي د پکتیا پوهنتون استادانو او علمي شصیتونو ته په سپکه سترګه وکتل شوه ښه به  داوه  چې پکتیا پکتیا والو خلکو ته ورپېژندلې وای د پکتیا په نوم سمینار جوړیږی خو پکتیا وال پکې نشته او نه ورسره مشورې کیږي دا به مبالغه نه وی که ووایم چې پکتیا کې هم یو څو کسه و چې د پکتیا په اړوند یې څه ویلې  وای   . په هر صورت که علمي سمینار وی نو  څه اړتیا وه چې د سمینار زیات وخت سیا سي خبرو تا ویلې ما ویلې ته څانګړی شوی وه علمي سمینار کې باید علمي کړنې او چلند شوی وی نه شخصي او د تعصب له مخې کړنه  بله خبر داچې په یو وخت کې د یوې موضوع  په اړه  دوو علمي سمینارو ته څه  اړیتا وه   چې يو يې همدا او بل يې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت له خوا رسماً اعلان شوى سميناردى چې پتيل شوې په نږدې راتلونكي يې جوړ شي له دې داسې ښکارې چې هسې ناسمه سیالي وه یوه بله خبره چې خورا ډېره مهمه ده هغه داچې د سمینار په ویاړ د علمي کتابونو چاپول دي که څه هم ماتر دې مهاله د سمینار په ویاړ چاپ شوې ټول کتابونه نه دي لوستې خو یو کتاب چې ښاغلي څېړنیارعبد الرحمان حبیب زوی لیکلی ولوسته پدې کتاب کې د لویې پکتیا کلتوري ټولنې او خپرونو په اړه پکې معلومات دی که څه هم دداسې کتابونو چاپول د سیمې د فرهنګ د ودې او بډاینې لپاره لاس ته راوړنه دی خو بد بختانه باید ووایم چې دلویې پکتیا فرهنګي حالت سم پکې نه دی انعکاس شوی او ډېرې داسې ټولنې او مرکزونه ترې پاتې دي چې د پنځو کلونو راپدېخوا په پکتیا کې فرهنګي فعالیت کوي اوځینې داسې ټولنې پکې معرفي شوې  دي چې یواځې څو کاله وړاندې نومونه موجود وو د کتاب د نورو نېمګړتیاتر څنګ یوه ستره تېروتنه داهم دی چې د ډېری ټولنو او مرکزونو نومونه غلط لیکل شوې سړی نه پوهیږي چې دا ټولنې چېرې شتون لري د کتاب د پښتی داسې معلومیږي چې انډیوالي او شخصي اړيکې په پام کې نېول شوې دي که څه هم لیکوال د کتاب په موادو ډېر زیار اېستلي دی خو کتاب کې یې داسې نېمګړتیا وې تر سترګو کیږي چې د چاپولو څخه نه چاپول غوره وو ځکه مونږ باید راتلونکو نسلونو ته ناسم معلومات په مېراث پرې نه ږدو په کتا ب کې یو هم د سحر د کلتوري او سپورتي ټولنې په نوم  د يوې ټولنې یادونه شوې دی او مشر ګل کریم سحر یاد کړئ چې په دې نوم په پکتیا کې هېڅ ټولنه شتون نلري موږ په پکتیا کې د سحر سبورتي، فرهنګی اوټولنیز مرکز په نوم مرکز شتون چې د عدلیې له وزارت څخه جواز هم تر لاسه کړی  چې په راس کې ګل کریم  سحر دی او داسې نور زه ښاغلې استاد ته ډېر درناوی لرم خو د یوې سیمې په اړه ناسم معلومات خپرول سیمې ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي استاد که دا ډول کتاب لیکلی نو د سیې او ټولنو په اړه یې باید لومړی دقیق معلومات لاس ته راوړې وای بیا دې کتاب  چاپ کړی وی زما په آند دداسې علمي سمینارونو جوړول د پکتیا پېژندنې به معنا نه بلکې د پکتیا شر مونې په معنا دی هیله مو دادی چې په راتلونکې دغو تېروتنو ته پاملرنه وشي داسې نه چې د پکتیا تاریخي هویت ته  د ګټې پر ځای زیان ورسیږی . 


که څه هم لراوبر د پورتنۍ نيوکي د خپريدا پر مهال هيله کړې وه چي د موضوع په اړه جوابيه ليکونه به نه خپروي ځکه خو مو د ليکوال برېښناليک هم ستاسو مخي ته ايښی و ، دا چي د کوربه ټولني لخوا ددې نيوکي په اړه وضاحت سوی ، لازم يې ګڼو چي همدلته يې ورسره خپور کړو ، تر څو د پورتنيو نيوکو په اړه پوښتني او اندېښنې ناحل پاته نسي .


 ساحل منګل/پکتيا


دلراوبر بلاګ د نقد د برخې دهغې ليکنې په ځواب کې چې (دپکتيا پيژندنې سمينار ښه نه ؤ)


ديادې ليکنې په ځواب او ددې ليکنې ليکوالانو ته ځکه چې داليکنه د يوه تن له خوا نه ده شوې


د پکتيا پېژندنې د سيمينار په اړه بايد لوستونکو ته يو څه وضاحت وکړم چې ايا دا سيمينار رېښتيا هم د يوې ډلې يا محدودو کسانو د مشورو په پايله کې جوړ شوی ؤ او که څنګه ؟!


دغه سمينار يوکال وړاندې داوښتون کلتوري ټولنې له خوا پلان شوی وو او وخت په وخت دپکتيآ او په کابل کې دمشرانو استادانو سره پرې خبرې شوې وې، چې بلاخره دروان لمريز کال د تلې د مياشتې په دېرشمه جوړ کړائ شو.او ددې په وياړ يولس عنوانه بيلابيل کتابونه هم د علمي خپروندويه ټولنې او اوښتون له خوا چاپ شول .


زه نور د سيمينا په څرنګوالي ځکه نه شم غږېدای، چې يوازې په سيمينار کې د يوې اورول شوې ليکنې ارزښت هم دلته نه شم بيانولای .


را ځم په سيمينار باندې د شوې انتقادي ليکنې موضوع ته چې د نيت بدۍ او د نورو په کار د خوابدۍ څرګنونه پکې شوې .


په دې ليکنه کې راغلي وو چې :ـ (د  اوښتون ټولنې له خوا هم د سمینار ټول توکې د سمینار تر ورځې پورې  پټ ساتل شوي وو)


هره ټولنه چې يوکار ياکوم پرګرام جوړي نو لازمه نه ده ،چې ډول غاړې ته واچوي  او دنيا پرې خبره کړي، خلک دې خبر وي داکوم غلط کار نه دی هره ټولنه ځانته پلان لري او هر چاته ېې نشي ويلی اوپه تېره بيا په نن سبا دافغانستان په  نا امنه شرايطو کې چې هره شېبه پکې د مرګ ژوبلو ساندې وايو او اورو .


  (که څه هم ددغه سمينار لپاره يو کال تياری نېول شوی ووخو هغسې چې لازم وو  سمينار نه وو که د پکتيا تاريخي ،شاليد او ارزښت  ته وکتل شي د پکتيا په تاريخ او پېژندنه کتابونه ليکل کيږي راځو خپلې اصلې موضوع ته لومړی خو داچې دداسې يوې تاريخي سيمې د پېژندنې لپاره يوورځنى علمي سميناراو غونډې جوړول چې د سمينار نوم سره يې تړاو نه درلوده په خپله سمينار او پکتيا ته سپکاوی دی )


مونږ دامنو چې پکتيا په يوه ورځ نه پژندل کېږي ،او  په وار وار سره مو ويلي، چې دادپکتيا پيژندنې يو پيل دی او په دې اړه به نور سمينارونه هم جوړکړل شي، دسمينار په پائ کې هم دګډونوالو له خوا يوپرېکړه ليک صادرشو ،چې پکې ليکل شوي وو:ـ په ګردېز کې دې يومرکزجوړ کړل شي، چې دپکتيا په اړه پکې څېړنې تر سره شي او د پکتيا ارزښتونه په رېښتينې ډول خلکو ته په ګوته کړي  . او بل ځای يې په خپل فکر او نظر کې د نورو د نظر څرګندونه په څه ډول ورشريک کړی .


 (او د پکتيا ډېری فرهنګيان او نظر خاوندان په دې عقيده دي چې د پکتيا پېژندنې سمينار د پکتيا د ګټو لپاره نه بلکې د بعضو شخصی ګټو او د پکتيا د ګاونډيو ولايتونود ځينو حلقو له خوا چې نه غواړې د پکتيا تاريخي هويت و ساتل شي پلان او جوړ شوی ووچې ښه بېلګه يې خپلو دوستانو او شريکانو ته د مقالو او ويناوو سپارل و)


 لوستونکوته مالومه وي ،چې دفرهنګيانو شخصي ګټې به څه وي هرپرګرام چې جوړوي نو دچارواکو او سوداګرو مخې ته لاسونه نيولي وي همداسې مونږهم .مالي لګښت همداسې پوره کړی.


اوبل کاشکې د نېمګړتياوو په ګوته کوونکي د خپلو نورو ملګرو نومونه هم ذکر کړي وای، چې څوک ددې سمينار په اړه ناخوښه دي .


اوبل داچې ګاونډي ولايتونو نه يې ځينې حلقې؟!  داخو ډېره يوکمزورې خبره ده له ګاونډيو ولايتونو څخه ېې مطلب خوست او دځينو حلقو څخه ېې مطلب  دخوست يو تن ليکوال اوژورنالېست محمد الياس وحدت اودده يوشمېره فرهنګي ملګري دي .


وحدت هغه څوک دی چې دپکتيا د پخواني والي حکيم تڼيوال په وخت کې ېې په ګردېزکې دکاروان کتابتون بنسټ کيښود، او دپکتيا يوشمېر ځوانان ېې رسنيو ته وروپېژندل،او د حيرانتيا خبره خو لا دا ده چې ددې ليکنې ليکوال سيد جمال اصف خېل يې هم يوه ښه بېلګه ده ،چې پژواک ته ېې معرفي کړی وو.


اوبل داچې مونږ خپلو کسانو ته هيڅکله هم مقالې نه دي ورکړې،  ټولې دوه ويشت مقالې ولوستل شوې ،چې اکثره ېې په کابل کې دافغان ادبي بهير او دعلومواکاډمۍ استادانو ته ورکړل شوې وې او دا ليکنې مو هم د دې استادانو په مشورو او غوښتنه غوره کړې وې.


 (د سمينار يوه بله تشه چې ياد  ول يې اړين بولم داوه چې د پکتيا د فرهنګيانو او نظرخاوندانو او د خلکو استازو سره پکې هېځ مشوره نه وه شوې او د ولايتي شورا غړو ، دپکتيا پوهنتون استادانو اود پکتيا نورو علمي شخصيتونو ته پکې برخه  نه وه ور کړ ل شوې  . که چېرې د انډيوالی پاللو سمينار نه وی نو ولي د پکتيا پوهنتون استادانو او علمي شخصېتونو ته په سپکه سترګه وکتل شوه ښه به  داوه  چې پکتيا پکتيا والو خلکو ته ورپېژندلې وای د پکتيا په نوم سمينار جوړيږی خو پکتيا وال پکې نشته او نه ورسره مشورې کيږي)


مونږدسمينار په جوړيدو کې دپکتياوالو له دغوکسانو سره اړيکه لرله او ځينې ېې راغلي وو اوځينې په نورو هيوادونو کې وو .


علم ګل سحر،محمد نبي صلاحي .محمد صابر بې ريا، احساناالله درمل ،خان اغااحمدزی او دننه په پکتيا کې يوشمېرنور ،چې داکسان راغلي وواو ځينې ېې ،چې نه راغلي خو اړيکه مولرله محمد امين بسمل،حنيف حيران اويوشمېرنور کسان ،چې  سم دلاسه ېې نومونه ندي راته ياد.


او دپوهتنو استادانو ته ،چې کله مونږ سمينار جوړولو يوه اونۍ وړاندې مو يوکميسون جوړ کړ ،چې په پکتيا کې دټولنو ټولنو څخه مو يو يواستازی راوغوښت او پوهتنون ريس هم په دې کميسون کې وو او ډېره دحيراني خبره داده ،چې خپله ددې ليکنې ليکوال  سيدجمال اصف خېل هم پکې وو.او نن دسمينار په اړه منفي ليکنه کوي .


 (بله خبر داچې په يو وخت کې د يوې موضوع  په اړه  دوو علمي سمينارو ته څه  اړيتا وه   چې يو يې همدا او بل يې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت له خوا رسماً اعلان شوى سميناردى چې پتيل شوې په نږدې راتلونكي يې جوړ شي له دې داسې ښکارې چې هسې ناسمه سيالي وه )


ما مخکې هم وويل ،چې ددې سمينار دجوړېدو له پاره ديوکال راپه دې خوا کار روان ؤ، کله چې د اطلاعاتو او کلتور وزات خبرېدلو مونږ کار سرته رسولی ؤ.اوداخبره په کابل کې هم ټولو ليکوالانو ته معلومه ده موږ د وزارت له خوا په جوړېدونکي سيمينار هم خوښي ښيو چې د پکتيا لپاره يوه داسې ستره هڅه کوي په دې کار کې هم موږ له وزارت او بل هر هغه چا سره مرستې ته تيار يو چې د خپل اصيل کلتور د بډاينې او راژوندي کولو هڅه کوي  .


نوښاغلی اصف خېل صاحب !


لومړی چې څوک ليکنه کوي بايد دهغې موضع په اړه وغږيږي کومه چې ده د ليکنې لپاره غوره کړې وي، نه داسې چې په ليکنه کې دې ښکنځلې وليکي او خپل نظر په نورو وروتپي،  بياهم له تا څخه مننه کوو چې د سيمينار په اړه دې خپل نظر څرګند کړی ؤ او دغسې خبرې خو دکمزورو کسانو کار وي په پای کې يوه وړه سپارښتنه درته کوم  هغه داچې که ته دسمينار څخه خوابدی ېې!  نور خلک په دې خبره کې مه درسره شريکوه، يوازې خپل نظر څرګندوه او بس  .


اوښتون کلتوري ټولنه به دداسې کسانو اوليکنو تر اغېزې لاندې رانشې او خپلو فعاليتونه به جاري ساتي


Mangal_sahil@yahoo.com


Sahilmangal39@gmail.com


له نېکه مرغه د پورتنۍ نيوکي او بيا د هغې په اړه د ځوابيه او سپيناوي تر خپراوي وروسته لراوبر ويبپاڼي خبر ترلاسه کړ چي د پکتياپېژندني سيمينار جوړونکو او نيوکه کوونکي تر منځ اړيکي ټينګي سوي او د ستونزو په اړه تر خبرو اترو وروسته دغه فرهنګي کړۍ موافقي او پوهاوي ته رسيدلي دي . له لراوبر څخه ددې ليکني د ليري کېدو هيله سوې وه ، مګر د لراوبر د پاليسې له مخي به دغسي نيوکي په راتلونکي کي د ولس د معلوماتو او نورو د تجربو څخه د ګټه اخستني په موخه پر ليکه پريږدي .